ایران او الجزایر د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراخولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i158880-ایران_او_الجزایر_د_دوه_اړخیزو_ملګرتیاو_په_پراخولو_ټینګار_وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د الجزایر له ولسمشر سره وکتل او د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.
(last modified 2025-04-08T23:45:24+00:00 )
Apr 09, 2025 04:13 Asia/Kabul
  • ایران او الجزایر د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراخولو ټینګار وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د الجزایر له ولسمشر سره وکتل او د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.

د ایرنا د رپورټ له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون هم د همکارۍ پراخولو او د دوه اړخیزو تړونونو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د الجزایر ولسمشر هم د صهیونیسټ رژیم له خوا د غزې د بې دفاع خلکو وژنه وغندله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د الجزایر د بهرنیو چارو له وزیر احمد عطاف سره هم وکتل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په وروستیو پرمختګونو بحث وکړ او په مختلفو اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او ډیپلوماتیکو برخو کې د تعاملاتو د پراختیا پر لارو چارو یې بحث وکړ.

عراقچي او عطاف په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، په غزه کې د نسل وژنې د دوام او د صهیونیسټ رژیم د تیري په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون سه شنبه د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه د الجزایر پلازمینې الجزیره هوايي ډګر ته ورسید او د الجزایر د چارواکو لخوا یې هرکلی وشو.