-
د ویانا د خبرواترو حساس پړاؤ او د ایران او فرانسې د ولسمشرانوخبرې اترې
Feb 20, 2022 10:32په تیرې یوې میاشتې کې ، په ویانا کې د احتمالی موافقې د مسودې دمتنونو دنهائي کیدا په زمینې کې کوټلی کار شوی دی او په دغې مودې کې پر میز د ایراني پلاوي له خوا او دغه راز د لویدیځي لوري له خوا یو یو وړاندیزي پیکیج کیښودل شوي دي .
-
امریکا او لویدیځ به د ایټمي خبرواترو ناکامۍ مسئول دي
Feb 20, 2022 08:42د ایران اسلامی جمهوریت د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یو اړخیزه خلاف ورزي ئې وکړه او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په ختمولو سره دې بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي او لازمه ده چې دامریکا دژمنتیاؤ اجرا په بشپړ ډول تائيد هم شي .
-
په ميونېخ کښې له امير عبداللهيان سره د جوزف بورل صلاح مشورې
Feb 20, 2022 02:40د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل بېګا د ميونېخ د امنيتي کانفرنس په اته پنځوسمې ناستې ترڅنګه د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
-
په ويانا کښې د باقي پاتې مسائلو په اړه د خبرو اترو دوام
Feb 20, 2022 01:56په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو په خبرو اترو کښې د ايران د لوړرتبه مذاکره کؤنکي او د ګډون کؤنکو د ځينو پلاو مشرانو پرون د کوټلو ډېپلومېټکو صلاح مشورو په دوام کښې وروستۍ موافقې ته د رسېدو لپاره د باقي پاتې مسائلو په اړه خبرې اترې وکړې.
-
مقابل لوري دې خبرې اترې رسانه اي فضاء ته نۀ راکاږي
Feb 19, 2022 10:51د ايران خارجه وزير په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو لوري ته سپارښتنه وکړه چې په دې وروستيو ګامونو کښې محاسباتې تېروتنه ونه کړي او خبرې اترې رسانه اي فضاء ته رانه کاږئ.
-
د ویانا خبرې اترې د ښې موافقې د لاسلیک کیدا سبب شي
Feb 19, 2022 01:12زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې په ویانا خبرو کښې ځینې مسائیل تراوسه نه دي حل شوي هیله وکړه چې د ویانا خبرې اترې په راتلونکي کښې د ښې موافقې سبب شي .
-
د ایران او د اروپا چارواکو په ویانا کښې خبرې کړي دي
Feb 19, 2022 02:40ایسنا خبري اژانس وايي د ویانا د خبرواترو په اتم پړاو کښې د سلامشورو په دوام کښې د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني د اروپايي اتحادیې له غږملونکي انریکه مورا سره کتنه او خبرې وکړې .
-
له ایران سره هره موافقه په کانګرس کښې څیړل کیږي
Feb 19, 2022 02:26ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر رابرټ مننډز ادعا وکړه له ایران سره هره موافقه به په ولسي جرګې کانګرس کښې وڅیړل شي .
-
له بل هروخته زیات یوې ښې نړیوالې موافقې ته نزدې شوي یوو
Feb 17, 2022 02:38ایران په ویانا کې خپله ایجنډا مشخصه کړې ده او خپلې سیاسی فیصلې ئې ترسره کړي دي ،او اوس وخت رارسیدلی چې لویدیځوال دې په سیاسی فیصلو کولو سره ، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره اقدام وکړي .
-
کانګرس دې دخپل حکومت دژمنتیاؤ په باب سیاسی اعلامیه صادره کړي
Feb 16, 2022 09:25امیر عبداللهیان روښانه کړې ،واشنګټن نه دی توانیدلی،ددې تضمین لپاره د ایران غوښتنې ته چې هیڅ یو لوری له ایټمی موافقې ونه وتل شي ، ځواب ورکړي .