په ميونېخ کښې له امير عبداللهيان سره د جوزف بورل صلاح مشورې
د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل بېګا د ميونېخ د امنيتي کانفرنس په اته پنځوسمې ناستې ترڅنګه د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
جوزف بورل او حسېن امير عبداللهيان څو ورځې مخکې د ويانا د خبرو اترو په اړه ټيلفوني خبرې اترې هم کړې وې.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير په ميونېخ کښې د خپل شتون په دوران کښې تر اوسه د سلووېنيا ولسمشر، د ملګرو ملتو د مشر، د قطر، هالېنډ، بلجيم، هند، سوئيډن، اېټاليا، جرمني، آرمېنيا، بوسنيا او هرزګوينا او عراق د خارجه وزيرانو په شمول د يو شمېر هېوادونو او ادارو له چارواکو سره ليدنې کتنې او خبرې اترې کړې دي.
حسېن امير عبداللهيان پرون د ميونېخ په دغه غونډه کښې وېنا هم وکړه.
هغه وويل، ايران په ډېر لنډ وخت کښې يوې ښې موافقې ته رسېدو لپاره چمتووالے لري په دې شرط چې بل لورے د ضرورت وړ سياسي فېصلو غوره کولو ته چمتو وي.