امير عبداللهيان:
مقابل لوري دې خبرې اترې رسانه اي فضاء ته نۀ راکاږي
د ايران خارجه وزير په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو لوري ته سپارښتنه وکړه چې په دې وروستيو ګامونو کښې محاسباتې تېروتنه ونه کړي او خبرې اترې رسانه اي فضاء ته رانه کاږئ.
د ايران په خلاف د ظالمانه او غېر قانوني بنديزونو د ختمولو په محوريت سره د ويانا د خبرو اترو اتم پړاو د سياسي فېصلو لپاره د يوې لنډې دمې وروسته د روانې فرورۍ د مياشتې له اتمې بيا شروع شوےدے.
په ويانا کښې خبرو اترو د ايران د مذاکراتي ټيم د نوښتونو په وجه يو لړ پرمختګونه تجربه کړي دي خو د امريکې د مخکيني حکومت د غېرقانوني اقداماتو او له زيات نه زيات دباو د جنګ د دوام د تلافۍ لپاره د لويديځو لورو په تېره بيا د جوبائيډن د حکومت کوتاهي برجام اېټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره د دغه هېواد په جديت کښې د شکونو د رامنځته کېدو او د خبرو اترو د بهيرد اوږدېدو سبب شوې ده.
د ايران اسلامي جمهوريت د يو ذمه واري قبلؤنکي هېواد په توګه په ځلونو ويلي دي چې دې ته په پام سره چې امريکه هغه لورے ے چې د برجام اېټمي موافقې خلاف ورزي يې کړې او دا واشنګټن دے چې پکار دے چې د بنديزونو په ختمولو سره موافقې ته راستون شي اوضروري ده چې د امريکې د ژمنو د پوره کېدو راستي آزمائنه اوشي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان چې په ميونېخ کښې دے پرون ماښام د د ميونېځ د اته پنځوسم امنيتي کانفرنس سترڅنګه د جرمني د خارجه وزير مېرمن آنالنا بائربوک په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې که همدا نن د ايران روا غوښتنو ته پاملرنه اوشي نو په ويانا کښې موافقې ته رسېدې شوو، سپارښتنه وکړه چې مقابل لورې دې په دې وروستيو ګامونو کښې محاسباتي تېروتنه ونه کړي او خبرې اترې دې رسانه اي فضاء ته رانه کاږي.
امير عبداللهيان زياته کړه ايران هيله من دے چې اروپائي او برجامي لوري دې د ايران سرې کرښې په ځېرتيا سره په نظر کښې ولري او کوشش دې وکړي چې له کلونو بې عملۍ وروسته دې د امريکې د يو اړخيزې او غېر قانونې وتنې په وجه د زيانمن لوري په توګه د ايران د روا حقوقو په پوره کولو کښې موثره کردار ولري.
د ايران خارجه وزير همدارنګ جعلي ضرب الاجلونو د ټاکلو په اړه د ځينو څرګندوننو په ردولو سره تاکيد وکړ: تهران د موافقې کېفيت د وخت د عنصر ترڅنګه ويني او که همدا نن د ايران روا غوښتنو ته پاملرنه اوشي نو په ويانا کښې موافقې ته رسېدې شوو.
هغه همدارنګ هغو ملګرتياو ته په اشارې سره چې تهران او برلېن د دواړو خواو په ځينو د دلچسپۍ وړ برخو کښې لرلې دي د توافق وړ وړومبني فرصت کښې د ګډ کمېشن د جوړولو لپاره د ايران په چمتووالي تاکيد وکړ.
مېرمن آنالنا بائربوک هم په دغه کتنه کښې د ايران د خارجه وزير د څرګندونو په مننې او د هر اړخيزو تعلقاتو له پراختيا څخه په هرکلي سره يې په دې باب د برلېن په کلکې ارادې تاکيد وکړ.
د جرمني خارجه وزير په ويانا کښې د پرمختګونو په بيانولو سره وويل، خبرې اترې حساسې مرحلې ته رسېدلېدي او ضروري ده چې ټول لورې خپل له زيات نه زيات کوشش وکړي چې په ډېر لنډ وخت کښې له دې مرحلې تېر شي او نوے باب خلاص کړي.
بائربوک د ايران د حقوقو په خيال ساتنې باندې په تاکيدسره په ويانا کښې يوې ښې موافقې ته د رسېدو لپراه د فعاليتونو د زياتولو غوښتنه وکړه.
د ميونېخ اته پنځوسم امنيتي کانفرنس پرون د جمعې له ورځې شروع شوے او تر دريو ورځو به دوام ومومي.