-
د ایران پرضد د بندیزونو ختمیدل ګام په ګام نه دي
Dec 03, 2021 01:28فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل په هغو دوو (۲) سندونو سربیره چې په تیرې چهارشنبې ورځ په اټومي تړون کښې مقابلو لورو ته ورکړل شول دریم (۳) سند هم شته چې تراوسه نه دې وړاندې کړی شوی .
-
ایران تر هیڅ ډول دباو لاندې موافقې ته چمتو نه دی
Dec 03, 2021 02:15فارس خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل ایران تر هیڅ دباو لاندې د خپلو یورانیمو د پخولو د پروګرام په هکله موافقې ته تیار نه دی .
-
د لویدیځ د ښه نیت د ښودلو په بڼه کښې ښه موافقه کیدلی شي
Dec 02, 2021 01:24ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ویانا کښې د ایران پلاوی منطقي ، قوي ، متین او نتیجه ورکونکي خبرې تعقیبوي وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه ښه نیت وښيي نو ښه موافقه ترلاسه کیدلی شي .
-
د نړیوال اژانس نوی راپور یو عادي فني راپور دی
Dec 02, 2021 01:11ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دائمي نمایندګۍ سرپرست محمد رضا غائبي بیګا وویل د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس نوی راپور د ترسره شویو اقداماتو په هکله یو (۱) نوی کړی شوی عادي فني راپور دی چې تهران د عادي رویې پراساس اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ترې خبر کړی دی .
-
ویانا کښې د آسټریا له خارجه وزیر سره د باقري ملاقات
Dec 01, 2021 12:36د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د آسټریا د بهرنیو چارو وزیر په ویانا کښې سره وکتل
-
د ویانا مذاکرات، ښې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران هوډ او اراده
Dec 01, 2021 10:47د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره خبرې اترې له تیرې دوشنبې نه په ویانا کښې پیل شوې دي.
-
په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې خبرې اترې اوج ته په رسیدا دي
Dec 01, 2021 03:12د ایران د خارجه وزیر د اقتصادي چارو مرستیال مهدي صفری هم د آسټریا د مرکزي بانک له مشر هولټزمن سره لیده کاته کړي او دواړو لورو د بانکي او مالي ارتباطاتو د پراختیا او پیاوړتیا په زمینو غور ا وبحث کړی دی .
-
د نړیوالې ایټمي موافقې اتیا فی صدي متن بشپړ شوی دی
Dec 01, 2021 01:24د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .
-
د ایران او فرانسې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
Nov 30, 2021 01:17د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا له خپل فرانسوي همرتبه سره په ټیلیفوني تماس کښې، له ۴+۱ ډلې او اروپايي اتحادیې سره د ایران د ایټمي مذاکراتو په هکله خبرې اترې وکړې
-
د برجام د اجرا بهیر وجاجول شو
Nov 30, 2021 02:31د ایران جګ پوړي مرکچي علي باقري کني د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمولو د افتتاحیه غونډې په هکله رپورټ کښې وویل: په دې غونډه کښې د برجام د اجرا بهیر او د مذاکراتو په هکله د هر غړي لیدتوګي بیان شوې