د نړیوالې ایټمي موافقې اتیا فی صدي متن بشپړ شوی دی
د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .
ایرنا خبری اژانس د روئيټرز له قوله راپور ورکړ، د اروپا لوړ روتبه چارواکي بیګا خبریالانو سره په مرکې کې مدعي شوي چې له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دمادې متن له اویا تر اتیا فی صدو پورې بشپړ شوی دی .
دوي وئیلي دي ، په دوشنبې ورځې دخبرواترو له پیلیدا وروسته دوي تمه لري له ایران سره نوی خبرې پیل کړی او تر دې دمه ئې زیاتره برخه بشپړ شوې ده . البته بیا هم ډير کارونه پاتې دي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .
په عین حال کې په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي هم بیګا په ډا ګه وئيلي دي ،د یواړخیزو بندیزونو پشمول دامریکا قهرجن یو اړخیز ناروا اقداماتو په وړاندې د اغیزشیندونکي اقدام نه کولو، د تل پاتې پراختیا آرمان په یوه چټي ،بې محتوا او پوچ شعار بدل کړی دی .