د ایران پرضد د بندیزونو ختمیدل ګام په ګام نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109142-د_ایران_پرضد_د_بندیزونو_ختمیدل_ګام_په_ګام_نه_دي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل په هغو دوو (۲) سندونو سربیره چې په تیرې چهارشنبې ورځ په اټومي تړون کښې مقابلو لورو ته ورکړل شول دریم (۳) سند هم شته چې تراوسه نه دې وړاندې کړی شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 01:28 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د بندیزونو ختمیدل ګام په ګام نه دي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل په هغو دوو (۲) سندونو سربیره چې په تیرې چهارشنبې ورځ په اټومي تړون کښې مقابلو لورو ته ورکړل شول دریم (۳) سند هم شته چې تراوسه نه دې وړاندې کړی شوی .

هغه پرون د جاپان له کیوډو خبري اژانس سره په مرکه کښې دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې د اټومي تړون مقابلو لورو ته د ایران لخوا په وړاندې شویو دوو (۲)سندونو کښې ایا د بایکاټونو لغو کیدل به ګام په ګام وي یا په یوځاې به دغه بندیزونه ختم شي وویل د ایران پرضد د بایکاټونو ختمیدل ګام په ګام نه دي .

علي باقري  کني دغه راز د بایکاټونو د ختمیدا د حقیقت د معلومونې د وخت په هکله هم وویل ایران درې (۳) سندونه چمتو کړي او تراوسه یې دریم (۳) سند د اټومي تړون مقابلو لورو ته نه دی ورسپارلی .

د ایران دخارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني وویل ایران په دریم (۳) سند کښې چې په اټومي تړون کښې مقابل لورو ته به یې وړاندې کړي د بایکاټونو د ختمیدا د حقیقت د معلومونې د مودې په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه بیانوي .

هغه د دوو (۲) سندونو په هکله چې په تیرې چهارشنبې ورځ د اټومي تړون مقابلو لورو ته وړاندې شوي دي د نتیجې په هکله هم وویل دواړه لوري تراوسه د خبرو اترو په حال کښې دي .