-
سریع: د عربستان اړونده ځواکونه او وسلو مرکز مو په نښه کړی دی
Aug 15, 2026 10:03د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل: د یمن د سویل په المخار سیمه کښې په سعودي عربستان پورې اړونده ځواکونه او د هغوي د وسلو ډیپوګان مو په کامیابۍ سره په نښه کړ.
-
د وسلهوالو ځواکونو انسجام او همغږي د ایران د اقتدار د پیاوړتیا کِلي ده
Aug 12, 2026 05:20پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، د سردار علي عبداللهي د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه د ټاکل کېدو د مبارکۍ په پیغام کې وویل: په بېلابېلو قوماندانۍ برخو کې ستاسې ارزښتناکه تجروبه او د ایران د دفاع په ډګر کې اغیزشیندونکی شتون، د دې مهم مسئولیت د ترسره کولو لپاره یوه ستره او ارزښتناکه پشتوانه ده.
-
ولې د پاتریوت هوايي او توغندیز دفاعي سیستم د امریکا او متحدینو لپاره اهمیت لري؟
Aug 11, 2026 16:12پارس ټوډی - د پاتریوت توغندیز سیستم د نړۍ له پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو څخه دی چې د الوتکو، بالستیک توغندیو او کروز توغندیو پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کېږي؛ خو په اوکراین جګړه او د لوېدیځې اسیا په جګړو کې د دې سیستم پراخې کارونې د دې سیستم د دفاعي توغندیو زېرمې په بېساري ډول کمې کړې دي.
-
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند: یمني ځواکونو ډیره پراخه او منفرده حمله وکړه
Aug 10, 2026 07:30پارس ټوډی- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په «المخا» بندر کښې په سعودي ځواکونو او د هغوي د وسلو په ډیپو باندې حمله تایید کړه.
-
د عراق د پارلیمان استازی: امریکا په سیمه کښې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده
Aug 08, 2026 13:23پارس ټوډی- د عراق د پارلیمان د امنیت او دفاع د کمیشن غړي د واشنګټن د مداخله غواړو سیاستونو په غندلو سره ټینګار وکړ: امریکا د نړیوالو ژمنو په ماتولو او د شخړو ته په لمن وهلو سره، په لویدیځې آسیا کښې د امنیت او ثبات د راتلو ستر خنډ ګڼل کیږي.
-
پزشکیان: زمونږ وسلوالو مبارزانو درسته نړۍ حیرانه کړې ده
Aug 08, 2026 13:08پارسټوډې ــ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د خلکو په ملاتړ او د ټولو برخو په همغږۍ کې په مېړانۍ دفاع سره ، د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.
-
سيانان ایشوا کړه؛د امریکا پوځ د جنګه د وتلو لپاره د لارې په لټه کې دی
Aug 08, 2026 12:38پارسټوډي ــ یوې امریکائي رسنۍ سی این این خبری چینل راپور ورکړی چې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوي درستیز په خصوصي ناستو کې له ایران سره د جنګه د وتلو لپاره د یوې لارې د موندلو غوښتنه کړې او په دې اړه ئې خبرداری ورکړی دی.
-
نیویارک ټایمز؛تهران د ګواښونو پر وړاندې شاتګ ونه کړ، واشنګټن په شا شو
Aug 05, 2026 05:26پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د ایران پر ضد په جنګ کې خپلو موخو ته د امریکا د نه رسېدو په اړه لیکلي دي؛ تهران د واشنګټن د پوځي ګواښونو پر وړاندې پر خپلو دریځونو ټینګ پاتې شوی، او په ورته وخت کې د شخړې د سیمهییزو پایلو په اړه اندېښنو د امریکا پر پرېکړو اغېزې کړي دي.
-
د ایران ولس او خاورې د روا دفاع لپاره به له ټولو وسایلو کار واخلو
Aug 02, 2026 13:19پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوي اعلامیي کې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د ستاینې ترڅنګ، د امریکا د ګواښونو او غیرقانوني بریدونو پر وړاندې د ایران د ولس د پیاوړې او اتلوالې دفاع پر دوام ټینګار وکړ.
-
په ټول عراق کښې د تیارسي امر وشه
Aug 01, 2026 11:19پارس ټوډی- د عراق وزیراعظم او د وسله والو ځواکونو مشر قومندان په پوځي اډو او قرارګاهو کښې د تیارسي د سویې د لوړولو حکم صادر کړی دی.