-
مهدي المشاط: د یمن د وسلهوالو ځواکونو اقدامات مشروع او قانوني دي
Jul 26, 2026 05:59پارس ټوډې- د یمن د عالي سیاسي شورا رئیس، د خپل هېواد د وسلهوالو ځواکونو له عملیاتو څخه دفاع کولو سره ټینګار وکړ چې د دغو اقداماتو موخه پر یمن د سعودي عربستان کلونوکلونومحاصره او تېري ته د پای ټکی اېښودل دي، او د صنعا دریځ پر دیني، انساني او حقوقي اصولو ولاړ دی.
-
د ایران استازي په ایروان باکسینګ تورنمنټ کې د سرو زرو مډال وګاټه
Jul 26, 2026 05:57پارس ټوډې- ، د ایران د ۹۰+ کیلوګرامه وزن باکسر امیررضا ملکخطابي ، د ایروان نړیوالو سیالیو د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
-
سیاسي تبصره: ټرمپ حتی له خپل سیمه ایز انډیوال سره هم بې وفايي کوي
Jul 25, 2026 16:01د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د خپلې تیرې ژمنې په ماتولو سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د ایټمي موافقې د اجرا لپاره نوي شرطونه اعلان کړل.
-
فارن افرز: د ټرمپ پر معاملې ولاړه ډیپلوماسي به په لوېدیځه اسیا کې سولې ته لار برابره نه کړي
Jul 25, 2026 14:10پارس ټوډې- د فارن افرز مجلې د امریکا او ایران تر منځ د تفاهملیک د ناکامۍ په څېړلو سره په یوه تحلیل کې ټینګار کړی، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لنډمهالو او معاملهییزو تړونونو تکیه، پرته له دې چې د اختلافاتو ریښو ته پام وکړي، نه یوازې دا چې په لوېدیځه اسیا کې یې دوامداره سوله رامنځته نه کړه، بلکې د جګړې د بېرته راګرځېدو، د سیالو بلاکونو د جوړېدو او سیمې ته د پرلهپسې نښتو د څرخ د ننوتو خطر یې ډېر کړی دی.
-
بقائي: د ایرانیانو د بشري حقوقو لپاره د اروپا د زړه سواندۍ ادعا، تشه ریاکاري ده
Jul 25, 2026 13:28پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې کایاکالاس د څرګندونو په غبرګون کښې ولیکل: د ایرانیانو د بشري حقونه لپاره د اروپا د زړه سواندۍ ادعا، تشه ریا ده.
-
عراقي شنونکی: تهران ته د الزیدي سفر د سیمهییزو مشارکتونو د تنوع په برخه کې یو مهم ګام و
Jul 25, 2026 12:44پارس ټوډې- د عراق یوه اقتصادي شنونکي د خپل هېواد د لومړي وزیر ایران ته د سفر په ترڅ کې د ایران او عراق ترمنځ لاسلیک شویو هوکړو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغه سفر د سیمهیزو اقتصادي مشارکتونو د تنوع په برخه کې یو مهم ګام و.
-
د هر ایرانی د شهادت په بدل کې به یو امریکایي عسکرجهنم ته واستول شي
Jul 25, 2026 05:01پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
-
ایران:: د امریکې له خوا قصداً د دوو ایراني کشتیو ویشتل، جنګي جنایت دی
Jul 25, 2026 11:52پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او د نمایندګۍ استازي «غلامحسین درزي» امنیت شورا ته په یو لیک کښې، د «ناجی-۱۵» او «ناجی-۱۶» کشتیو باندي د امریکې د حملې په هکله وویل چې په عمدي توګه د دغو دواړو کشتیو په نښه کول چې د حملې په وخت یې په هیڅ ډول پوځي فعالیت کښې ګډون نه درلود، د نړیوالو انساني حقوقو څرګنده او جدي خلاف ورزي او د جنګي جنایت مصداق وباله.
-
د سعودي عربستان خمیس مشیط هوايي اډه په نښه شوه
Jul 25, 2026 11:23پارس ټوډې- خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له خوا د سعودي عربستان د عسیر ولایت په مرکز ابها ښار کې د خمیس مشیط هوايي اډې د په نښه کېدو خبر ورکړی دی.
-
عربستان باندې د یمن ترکیبي بریدونه روان دي
Jul 25, 2026 10:37پارس ټوډی- په الحدیده بندر باندې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کښې د سیمې رسنیو په عربستان باندې د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندوي او ډرون حملو خبر ورکړی دی.