-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
صهیونیسټي رژیم دې پر لبنان خپل بریدونه ودروي
Jun 08, 2026 06:18د ایران د اسلامی جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي غونډ قوماندان،سردار عبداللهي په یولړ څرګندونو کې وویل: مونږ مخکې خبرداری ورکړی ؤ چې که د لبنان په ضاحیې کې جنایتونه پراخ شي، نو بیا به هم کوټلی ځواب ورکړو.
-
د نیواکي فلسطین د رامات ډیویډ هوايي ډګرپه توغندیو وویشتل شو
Jun 08, 2026 06:10پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
-
په کرمان ولایت کې د وسلو یوه ستره جوپه کشف او ونیول شوه
Jun 08, 2026 05:32د پولیسو ویاند د تاوتریخجنو جرمونو د مخنیوي او کشف په برخې کې د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: په دې تړاو ۳۶ تورن کسان هم نیول شوي او له لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدليې او قضائي مراجعو ته سپارل شوي دي.
-
عراقچي وروستي بدلونونه له لوړپوړو سیمه ایزو چارواکو سره وارزول
Jun 08, 2026 05:24پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د بریتانیا،مصر،قطر، ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان سره د وروستیو حالاتو په اړه ټيلیفوني خبرې اترې وکړې
-
اسرائیل د ایران او امریکا د مذاکراتو د ناکامولو لپاره خپل ټول توان کاروي
Jun 08, 2026 05:15پارس ټوډې – د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم د امریکا او ایران د مذاکراتو د کمزوري کولو او یا د ناکامولو تر پولې رسولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
-
د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ روا ټارګټونه دي
Jun 08, 2026 05:09پارس ټوډې - د ایران د ملت پر ضد سمندري محاصره او د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا وروستی شین څراغ، په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ په روا ټارګټونو بدلوي. زمونږ د وسلهوالو ځواکونو لاسونه د پخوا په څېر ازاد دي.
-
د ایران وسلهوال ځواکونه به د اوربند هرډول خلاف ورزۍ ته په قدرت سره ځواب ورکړي
Jun 07, 2026 16:15پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند له سياېناېن ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ویلي دي، د تهران او واشنګټن ترمینځ د خبرو اترو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ د امریکائي چارواکو د دریځونو دوامداره بدلون او ګډوډې څرګندونې دي.
-
بریکس ډله د نړۍ د انرژۍ په امنیت کې ټاکونکی رول لري
Jun 07, 2026 16:33پارس ټوډې – په روسیي فیډریشن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د وروستیو کلونو بدلونونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د نړۍ د انرژۍ امنیت تر ډېره د نړیوال جنوب په هېوادونو، په تیره بیا د بریکس ډلې په غړو هېوادونو کې ټاکل کېږي او دغه هېوادونه په دې ډګر کې خورا مهم او ټاکونکی رول لري.
-
غریب آبادي: ګروسي په بشپړه توګه د امریکې او لویدیځ په لاس کښې دی
Jun 07, 2026 07:32پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو د زوارت د حقوقي او نړیوالې برخې مرستیال د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د نوي رپورټ په غبرګون کښې وویل: که آژانس غواړي چې د ډیپلماټیکې حل لارې یوه برخه ووسي نو باید د سیاسي دباو په اوزار د فني رپورټ له بدلولو ډډه وکړي.