-
د پاکستان د خپلواکۍملی ورځ دې پرټولو مبارک وي
Mar 23, 2021 11:10د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ،د پارلیمان مشر ، خارجه او دفاعي چارو وزیرانو او د ملی امنیت دلوړې شورا منشي هم خپلو پاکستانیو همڅنګو او ددغه هیواد حکومت او ولس ته د پاکستان دملی ورځې په مناسبت مبارکي وئيلې ده .
-
دعراق په الانبار کې د داعشیانو د وسلو ستر انبار کشف شو
Mar 23, 2021 10:41د الحشد الشعبي ځواک په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په نینوا ولایت کې په پلټونکو عملیاتو کې ئې نهه داعشي جنایتکار نیولي هم دي .
-
ایران په یمن کې د سولې د هرډول پلان ملاتړ کوي
Mar 23, 2021 10:22د ځينو هیوادونو پوځي کارپيژاند، دیمن د مظلوم او بې څوکه ولس په ضد په جنایتونو او عامو وژلو کې د آل سعود رژيم په خدمت کې دي او په دغو غیر انساني او بوږنونکو جنایتونو کې شریک دي .
-
امریکا د افغانستان په باب هره کیدونکې فیصله متحدانو سره شریکوي
Mar 23, 2021 09:46طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او ګواښ ئې کړی ،چې که د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .
-
د امریکا په کلراډو کې په ډزو کې لس کسان وژل شوي دي
Mar 23, 2021 08:53د امریکا په مختلفو سیمو کې هرکال په ډزو کې په زرګونو کسانو وینه تویږي ، د دغه هیواد د رسمی شمیرنو په اساس په امریکا کې کابو له دوه سوه اویا میلیونو رانیولې تر درې سوه میلیونو پورې ګرمې وسلې موجودې دي ،یعني په دغه هیوا کې د هر یوه کس لپاره یوه ګرمه وسله شته چې ډیره د حیرانتیا او اندیښنې خبره ده .
-
امریکا دې له کوم شرط پرته ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي
Mar 23, 2021 08:33داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې یو ځل بیا د چین او روسیې سره دامریکا اړیکې خړې پړې شوي او ددغو دواړو هیوادونو په ضد دامریکا ځيني یو اړخیز ا قدامات ددغو هیوادونو دغوسې دپاریدو لامل شوي دي .
-
د طالبانو او افغان امنیتی ځواک تر مینځ په نښتوکې بیامرګ ژوبلې اوښتي
Mar 23, 2021 07:57وئيل کیږي ، ددغې نښتې له ویرې کابو څلور سوه کورنۍ کډه په سر شوي دي . وئيل کیږي ،طالبانو د کلو اوسیدونکي ګواښلي چې له سیمې دې ووځي او کورونه او کلي دې خالي کړي ،څود امنیتی ځواک په ضد د دوي له کورونو دمورچلو په ځاي استفاده وکړي .
-
امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتي دي
Mar 22, 2021 01:10د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: امریکایان له مونږ سره په چلند کښې تیروتلي دي او د سیمې په ټولو مسائلو کښې هم په غلطه دي
-
د نوروز دنیکمرغه اختر او نوي کال په مناسبت د رهبرۍ د سترمقام پیغام
Mar 20, 2021 10:21هیله مند یوو ، د مونږ د ارواښاد امام بزرګوار روح او دمونږ د خوږو شهیدانو پاک روحونه له مونږه راضي او خوشال وي او نوی کال د ایران د ملت لپاره یو مبارک کال شي او حضرت ولی العصر امام مهدي عجل الله فرجه الشریف دایران ملت او هیواد مسئولان او ولس ته دعا وکړي او پر دغه ملت خپل تفضّلات وَوَروي او ان شاالله خپل لطف و کرم او خپل پام دغه ملت ته دهماغه تیر وخت په شان چې ئې کړی ، بیا وکړي ان شاالله
-
شهید قاسم سلیماني د داعشیانو په ضد دعراق د ولس ملاتړی ؤ
Mar 20, 2021 14:05د عراق ولسمشر له عراقه دامریکائی پوځیانو وتل ،یوه حاکمیّتي اوعراقي فیصله بللې او وئيلي ئې دي ، تر دې دمه په عراق کې امریکائي عسکر تر دوه نیم زره کسانو ته راکم شوي دي .