ایران په یمن کې د سولې د هرډول پلان ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97978-ایران_په_یمن_کې_د_سولې_د_هرډول_پلان_ملاتړ_کوي
د ځينو هیوادونو پوځي کارپيژاند، دیمن د مظلوم او بې څوکه ولس په ضد په جنایتونو او عامو وژلو کې د آل سعود رژيم په خدمت کې دي او په دغو غیر انساني او بوږنونکو جنایتونو کې شریک دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2021 10:22 Asia/Kabul
  • ایران په یمن کې د سولې د هرډول پلان  ملاتړ کوي

د ځينو هیوادونو پوځي کارپيژاند، دیمن د مظلوم او بې څوکه ولس په ضد په جنایتونو او عامو وژلو کې د آل سعود رژيم په خدمت کې دي او په دغو غیر انساني او بوږنونکو جنایتونو کې شریک دي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت د یمن په مظلوم  هیواد او ولس د سعودي ائيتلاف دپوځي یرغل په اوم کال کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي، د تیریو په ختمولو ،دعمومي اوربند،د نیواکګرۍ اواقتصادي کلابندۍدختمولو،دسیاسی خبرواترو د پیلیدا او دخپل سیاسی راتلونکي دانځورولو لپاره یمن والو لاسونو ته دچارو د سپارلو په باب دسولې هرډول پلان څخه ملاتړ کوي .

 د ایران د  خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې راغلی دي ،په یمن پوځي یرغل او کلابندۍ   څلورویشت میلیون خلک  په نښه کړي دي او  هره ورځ  دبمباریو یا لوږې ، ناروغیو ،د درملو دکمښت  اود درملنې په مرکزونو کې د سونګو د کمښت  له امله د ښځو او ماشومانو پشمول  په لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي   .  په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ،د نړیوالو  اړونده اورګانونو او احصایو  په اساس او حتی دسیاسی او وسلو  دځينو ملاتړو  داعتراف په اساس ، دغه  غیر انساني حمله    دومره ډول ډول بوږنونکي جنایتونه او جرمونه لري  چې د بشری حقوقو  او آزادۍ درست مدافعان او نړیوالو  اورګانونو د دندو پشمول د درستو نړیوالو حقوقي اورګانونو  چغې او فریادونه ئې راپورته کړي دي .

د ایران د خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ، له تیریو څخه دملاتړونو د درولو له ډیرو ادعاګانو  سره سره ، په تیریګر ائيتلاف  دډول ډول  وسلو خرڅول  او حتی ددغو وسلو  لپاره د اړتیاوړ تخنیکي پشتیانۍ  هماغه راز دوام لري  او  د ځينو هیوادونو پوځي کارپيژاند، دیمن د مظلوم  او بې څوکه ولس  په ضد په جنایتونو او عامو وژلو کې  د آل سعود رژيم په خدمت کې  دي او په دغو غیر انساني او بوږنونکو جنایتونو کې شریک دي .