امریکا د افغانستان په باب هره کیدونکې فیصله متحدانو سره شریکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97974-امریکا_د_افغانستان_په_باب_هره_کیدونکې_فیصله_متحدانو_سره_شریکوي
طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او ګواښ ئې کړی ،چې که د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 23, 2021 14:16 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان په باب هره کیدونکې فیصله متحدانو سره شریکوي

طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او ګواښ ئې کړی ،چې که د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .

زمونږخبریال راپورر  اکړ  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن یو ځل بیا   د افغانستان د جګړې په پای ته په رسولو ټینګار  کړی او وئيلي ئې دي ، هره پریکړه چې متحده ایالات ئې کوي ،د ناټو له غړو متحدانو سره به ئې شریکه کړي ،

داپه داسې حال کې دي چې   دناټو موسیسې عمومی منشي څه موده مخکې له افغانستانه د امریکائي عسکرو په ویستلو داندیښنې په څرګندولو سره وئيلی وو ، امریکا باید دناټو موسیسې غړي هیوادونه   له افغانستانه د پوځیانو د ویستلو په فیصلې کې  شریک کړي ،ځکه  افغانستان ته یو ځاي تللي او باید یو ځاي ورځیني ووځو .

 د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلېنکن دغه څرګندونې نن  سهار وختي په بروکسل کې د ناټوموسیسې دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې په لنډو خبرو کې  کړي او ویئلي ئې دي ،امریکا د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب  غور پیل کړی او دلته په بروکسل کې هم غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظریات شریک کړي او هم په دې اړه د خپلو متحدانو نظرونه واوري .

 داپه داسې حال کې دي چې  امریکا په قطر کې له طالبانو ډلې سره  موافقه کړې چې ترمئ میاشت پورې به له  افغانستانه خپل پوځیان وباسي، خو بیا د جوزف بایډن نوي حکومت د ټرمپ دغه فیصله رد کړې او وئيلي ئې دي ،له افغانستانه فی الحال د پوځیانو د ویستلو کومه اراده نه لري ، چې دغې  چارې د طالبانو ډلې غوسه راپارولې او طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او  ګواښ ئې کړی ،چې که   د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي  او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .