-
د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې
Feb 10, 2026 08:22د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.
-
تاجیکستان د افغانستان په ثبات او د دوه اړخیزه ملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ
Feb 09, 2026 11:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر «سراج الدین مهرالدین»له افغانستان سره د اقتصادي ملګرتیاو په دوام باندې ټینګار سره وویل له کابل سره اړیکې د ملي ګټو پراساس مخ ته روانې دي او تاجیکستان د امنه او د باثباته افغانستان غوښتونکی دی.
-
د ایکس ایراني کاروونکي: امریکا او لوېدیځ هېوادونه د ایران د اقتدار پر وړاندې پاتې راغلي دي
Feb 08, 2026 09:46پارسټوډې – د ایکس ټولنیزې شبکې ایراني کاروونکو د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو اټومي خبرو اترو په تړاو غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې لوېدیځ هېوادونه د ایران د اټومي اقتدار پر وړاندې پاتې راغلي دي.
-
خوست کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ څاروي سوځېدلي
Feb 07, 2026 09:29د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د توطاک په سیمه کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر نور تلف شوي دي.
-
په افغانستان کې سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي
Feb 07, 2026 09:08د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.
-
اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوي چې نه دي منل شوي
Feb 07, 2026 08:58اروپايي ټولنې ویلي، چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پلان عملي کوي چې په غړو هېوادونو کې یې د استوګنې قانوني حق نه دی ترلاسه کړی.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي
Feb 06, 2026 02:09په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي شوی دی.