-
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دویمه کلیزه
Aug 15, 2023 11:28د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دویمې کلیزې په تړاو له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده
Aug 12, 2023 03:59د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
-
له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
Aug 12, 2023 01:55(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفير د پاکستاني علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مشرانو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:31په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب پرون د خواجه معین الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مرکزي او ایالتي مشرانو سره د سفارت په مقر کې وکتل.
-
ملا عبدالغني برادر د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:22د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
-
په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
Aug 12, 2023 01:07په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر وکتل
Aug 10, 2023 14:29په پاکستان کې د افغانستان سفارت په يو بيانیه کې ويلي چې په دې کتنه کې ښاغلي مولوي سردار احمد شکیب د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د اوږدمهاله ملاتړ له امله مننه او د اسلام آباد او کابل ترمنځ د پيوستون پر اړتيا يې ټينګار وکړ. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
ښه عادتونه (۵۶)
Aug 10, 2023 13:51د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو نومي لړۍ له ننني (۵۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د ښه عادتونو د پروګرام په تېره برخه کې مو د لټۍ او د هغه د لاملونو په اړه بحث وکړ، په دې برخه کې له لټۍ سره د مقابلې پر حل لارو بحث کوو. له موږ سره و اوسئ!
-
طالبانو يو ځل بيا په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د دې هېواد د چارواکو تورونه رد کړي
Aug 09, 2023 11:25د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپو کې واورئ
-
امریکا غواړي افغانستان د ګاونډیانو لپاره په یوه بحراني سیمه بدل شي
Aug 09, 2023 11:06په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر تینګار وکړ: امریکا غواړي افغانستان د ګاونډیانو لپاره په بحراني سیمه بدل شي.