له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دویمه کلیزه
(last modified Tue, 15 Aug 2023 10:28:43 GMT )
Aug 15, 2023 14:58 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دویمه کلیزه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دویمې کلیزې په تړاو له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

طالبان دا ورځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ورځې په توګه د رخصتۍ په اعلانولو سره لمانځي. دغې ډلې د روان کال د اګسټ په پنځلسمه، له افغانستان څخه د امریکا په شرموونکو او ناوړه وتلو سره، په دغه هېواد کې واکمني ترلاسه کړه. له همدې امله، طالبان لا هم له امریکا سره مبارزه د خپل ویاړ په توګه یادوي.

په دې کې شک نشته چې د افغان ولس روحیه هم سخته پردۍ غندونکې ده او په تېرو درېیو پېړیو کې افغان ولس په دې بریالی شوی چې د ۱۹مې پېړۍ په پای کې انګریزي استعمار او د شلمې پېړۍ په پای کې د شوروي سرو لښکرو او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې یرغلګر امریکا ته ماتې ورکړي او دوی په شرموونکي ډول له افغانستان څخه ووځي. له همدې امله، د افغانستان تاریخ له یرغلګرو او نیواکګرو سره په مقابله کې له زړورتیاوو څخه ډک دی.

د سیاسي چارو کارپوه "مولوي مفلح" په دې اړه وايي:

"افغانستان هغه خاوره ده چې هر تیري کوونکي که ورته تمه کړې، لالهانده او ذلیل شوی دی. افغانستان په سیمه کې د ستراتیژیک موقعیت او د مهمو هېوادونو د نښلېدو مهم هېواد دی. له همدې امله، ټول ورته د طمع په سترګه ګوري. خو په افغانستان کې د توکمونو تر منځ د نظر له اختلاف سره سره، دوی تل د یرغلګرو پر وړاندې متحد او په یوه غږ ولاړ دي.  

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایانو تېښته، د دغه هېواد د خلکو لپاره یوه مهمه ورځ ده، خو د افغانستان خلکو تمه درلوده چې دوی له نويو هیلو او ښه راتلونکي سره مخ شي او د دغه هېواد خلک د یوه سوکاله او آزاد افغانستان د جوړولو لپاره د امکان تر حده هڅه وکړي. خو داسې ښکاري چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، کورنۍ لاسته راوړنې د افغان ولس لپاره ناخوښ او د اندېښنې وړ دي. د هغو ستونزو او ننګونو له جملې څخه چې افغان ولس په ځانګړې توګه د افغان ښځو ټولنه ورسره مخ ده، د زده کړو او کار په برخه کې د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د چارو کارپوه "محسن رویي صفت" په دې اړه وايي:

"طالبان هغه څه چې د شرعي احکامو پلي کول یې بولې، د ښځو د زده کړې مسله د افغانستان داخلي مسله ګڼي او دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد ټولنه او نړیوالې کړۍ یې نه مني."

امنیت د ټولنې یو له مهمو برخو څخه دی، چې لا هم په افغانستان کې نازک او بې ثباته دی. که څه هم دغه هېواد د جمهوریت او اشغال په دوره کې باثباته او ټینګ امنیت نه درلود، خو طالبان چې خپله د وسله والو بریدونو تاریخچه لري، یقیناً د ترهګریزو او متشدد عناصرو سره د مقابلې لپاره ډېر ظرفیت او وړتیا لري، خو په عمل کې په تاوتریخوالو او ترهګریزو ډلو په بریدونو کې لوی لاس لري. له همدې امله، طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو برخو باور ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، په ټولیزه توګه د امنیت برخه او د بهرنیو پانګو جذبول، د طالبانو لپاره خورا مهم دي. هغه طالبان چې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره، په پرلپسې توګه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بېلابېل هېوادونه او شرکتونه پانګونې ته هڅوي. خو په دې نه دي توانیدلي چې د امنیت په برخه کې په افغانستان کې د خلکو باور ترلاسه کړي.

د افغانستان د چارو کارپوه عارف اکرمي په دې اړه وايي:

«د افغانستان خلک تمه لري چې د اشغالګرو له وتلو وروسته به طالبان د یوه سیمه ایز ځواک په توګه په دې هېواد کې د امنیت د تامینولو جوګه شي. خو په عمل کې داسې ښکاري چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره اړین ځواک نه لري. هغه وضعیت چې په افغانستان کې د ښه حکومت کولو لپاره د طالبانو پر وړتیا باندې د خلکو او نړیوالو باور کمزوری کوي. له همدې امله، طالبان باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره، د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په ګډون، لازم او ګټور اقدامات وکړي.  

له اشغال څخه په وروسته دوره کې د افغانستان یو کمزوری ټکی، په دې هېواد کې د مناسب اقتصادي تحرک د رامنځته کولو لپاره د مناسب او د کار پیدا کولو اقتصادي پروګرام نشتوالی دی. د ناامنیو دوام او د هغو پروګرامونو پلي کول چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د وتلو لامل ګرځي، لکه د ښځو پر ټولنیزو حقونو د محدودیتونو لګول به نه یوازې دا چې په نړیواله کچه د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو کې ځنډ رامنځته کړي، بلکې طالبان به د اقتصادي پروګرامونو په پلي کولو کې له جدي ستونزې سره مخ کړي.

له دې سره، د ایران اسلامي جمهوریت د خپل انساني او اخلاقي وظیفې او د ګاونډیتوب د حاکمیت او کلتوري او مذهبي مشترکاتو په چوکاټ کې، تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامینولو یواځینۍ لاره، په سیاسي برخو کې د ټولو سیاسي ډلو ګډون او د ټولګډونه حکومت جوړول یادوي. افغانستان د ایران د تمدنې حوزې یوه برخه ده او له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ستونزو په هواري کې پر مرستې ټینګار کوي.

خو د افغانستان د سیاسي ناستو له نظره، طالبان باید د خپل حکومت په تګلارو کې له سره کتنه وکړي او له افغانستان څخه د امریکا وتل، د افغانانو لپاره په یوه خوږه پېښه بدل کړي. ځکه چې د افغانستان خلک طالبان يوه سيمه ايزه ډله ګڼي، چې د دغه هېواد له بېلابېلو قومي، مذهبي او کلتوري شرايطو سره بلد دي او بايد د سولې او ثبات د شرايطو په رامنځته کولو سره، د افغانستان د خلکو لپاره روښانه ليد او افق رامنځته کړي. له دې پرته، طالبان پخپله د افغانستان په چارو کې د بهرنیو مداخلو، په تېره بیا غربیانو ته په بېلابېلو پلمو لکه د ښځو د حقونو د دفاع په پلمه د مداخلې زمینه برابروي.

دې ته په پام سره چې امریکا په بېلابېلو پلمو سیمې ته د ورګرځېدو اراده لري، ترڅو چې مناسب پوځي حضور پیدا کړي، داسې ښکاري چې امریکا لا هم افغانستان ته د ستنېدو په لټه کې ده او په افغانستان کې د ناامنیو دوام، په دې برخه کې تر ټولو ښه پلمه کېدای شي. هغه حالت چې د افغانستان د ملي امنیت د ساتلو لپاره د افغانانو او طالبانو بیدارۍ ته اړتیا لري.

ژباړه: زماني