له ۸۰ هېوادونو سره  د افغانستان اقتصادي مبادلې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167308-له_۸۰_هېوادونو_سره_د_افغانستان_اقتصادي_مبادلې_روانې_دي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کابل د ملي او نړیوال نندارتون په پرانیستونکو په مراسمو کې  په یولړ څرګندونوکړ ووئيل؛افغانستان اوس مهال له ۸۰ هېوادونو سره  ئې سوداګریزې اړیکې ټینګې شوي او د هېواد اقتصادي خوځښت  به هېڅکله ونه درېږي.
(last modified 2025-11-17T10:55:44+00:00 )
Nov 17, 2025 15:23 Asia/Kabul
  •   له ۸۰ هېوادونو سره  د افغانستان اقتصادي مبادلې روانې دي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کابل د ملي او نړیوال نندارتون په پرانیستونکو په مراسمو کې  په یولړ څرګندونوکړ ووئيل؛افغانستان اوس مهال له ۸۰ هېوادونو سره  ئې سوداګریزې اړیکې ټینګې شوي او د هېواد اقتصادي خوځښت  به هېڅکله ونه درېږي.

د تسنیم  د راپور له مخې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل «نورالدین عزیزی»چې د هېواد اقتصاد د ودې په حال کې دی او له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریز فعالیتونه لا هم روان دي.

هغه زیاته کړه: «هغه اقتصادي تحرک چې  اوس  په افغانستان کې رامینځته شوی، هېڅکله به و نه درېږي.»

عزیزی همدارنګه د افغانستان او ایران د وروستیو موافقو یادونه وکړه او وې ویل چې دغه ملګرتیا به د ایران  چابهار بندر، د افغانستان لپاره په یوه مهم ترانزیتي دهلیز بدل  کړي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل: «هغه اراده چې د افغانستان او ایران تر مینځ شته، دا ده چې د چابهار او میلک ټرانزیټي لارې په یو نړیوال مسیر او د ځمکنۍ او رېل لارې په دهلیز بدل کړو.

هغه ټینګار وکړ چې د ڼټرانزیټي بنسټونو او نړیوالو سوداګریزو لارو پراختیا د صادراتو د زیاتوالي او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده، او کابل هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره یو پایدار بنسټ رامنځته کړي.

 دافغانستان په کابل کې د کابل او ملی او نړیوال نندارتون نن پیل شوی او د لړم یا عقرب د میاشتې تر نهه ویشتمې نیټې پورې به دوام ولري.