-
په پاکستان کې دې د افغان خبریالانو نیول او ایستل ودرېږي
Jun 06, 2025 03:48د بیان ازادۍ مرکز په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو له وضعیته اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد پر حکومت یې غږ کړی چې د هغوی نیول او ایستل ودروي.
-
له ایران سره د پراختیایي پروژو هوکړې لاسلیک شوې
Jun 06, 2025 03:45د فراه ولایت والي د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا د ایران اسلامي جمهوریت ته په دوه ورځني سفر کې، له ایراني چارواکو سره د کرنې او پراختیا په برخه کې د ګډې همکارۍ ۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
-
په غزه کې ظلم او وحشت له تصوره بهر دی / نړیواله ټولنه باید خپل مسئولیت ادا کړي
Jun 06, 2025 03:39پارس ټوډې - په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د ظالمانه یرغل د دوام امله، د الازهر لوی امام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې جنایتونو د سمدستي بندولو لپاره پر خپلو مسئولیتونو عمل وکړي.
-
له شرعي محرم پرتله کارځای ته د ښځینه خبریالانو پر تګ بندیز معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدوي
Jun 05, 2025 04:26له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو هغه فرمان غندلی چې پر بنسټ يې په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانې نشي کولای له شرعي محرم پرته کارځای ته لاړې شي.
-
د پاکستان استازی د م.م. په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د کمېټې مشر شو
Jun 05, 2025 03:05په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.
-
غور کې د غوریانو د امپراتورۍ د دورې ۶۰ د سرو زرو سکې موندل شوي
Jun 05, 2025 03:02د افغانستان د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د غوريانو د دورې اړوند ۶۰ د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر عبدالحي زعیم ویلي چې دغه قیمتي سکې او کوزه د الله یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوې دي.
-
د پاکستان په مطبوعاتو کې د ایران د غني کولو د حق د دفاع په اړه د اسلامي انقلاب د رهبر د څرګندونو انعکاس
Jun 05, 2025 02:48پارس ټوډې - پاکستاني مطبوعاتو د چهارشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په مناسبت، د اسلامي انقلاب د رهبر څرګندونو ته په پراخه کچه انعکاس ورکړ او د هغه له قوله یې لیکلي چې غني کول د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام "کیلي" ده.
-
د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي
Jun 04, 2025 02:43د طالبانو د حکومت د سرحدي پولیسو ریاست ویلي چې، د را روان لوی اختر لومړۍ دوه ورځې به د سپین بولدک دروازه د مسافرو پر مخ تړلی وي.
-
طالبان د کابل ژوبڼ بل ځای ته انتقالوي
Jun 04, 2025 02:40طالبان وايي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کېږي.
-
په افغانستان کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي
Jun 03, 2025 03:05په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی او مدیر جان ایلیف وايي چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له اړخه ډېر فشار زغمي.