د افغانستان ډیرې ورستندیونکي کډوال په ښارونو کې مېشتېږي
Oct 05, 2025 11:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي چې افغانستان ته ډېری ورستنېدونکي کډوال په ښارونو کې مېشتېږي.
دغه پروګرام نن «د استوګنې د نړیوالې ورځې» په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کار د ښار مېشتېدنې د ودې لامل کېږي.
د دغه پروګرام په وینا، په ښارونو کې د ورستانه شوو کډوالو مېشتېدل پر کمزورو خدمتونو ډېر دباو راولي.
دغه پروګرام همدا راز زیاته کړې: «د استوګنې په نړیواله ورځ له خپلو شریکانو غواړو چې پر حیاتي بیخ بناوو او بنسټیزو خدمتونو کې پانګونه وکړي څو د افغانستان ښارونه وکړای شي له شرایطو سره سمون ومومي او پرمختګ وکړي.»
دعه پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو چې کابل ښار د افغانستان د څه باندې ۴۰ سلنه ښاري برخې کوربه دی.
ټیګونه