-
هند افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي
Mar 08, 2024 10:34یو شمېر افغان سوداګرو پرون په کابل کې د هند له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې سوداګرو ته دې د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.
-
په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ سوداګریز نندارتون پرانیستل شو
Mar 08, 2024 10:08د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د انټرکانټیننټال په ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
-
د مارچ ۸مه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ
Mar 08, 2024 09:48نن د مارچ ۸مه ده، چې په نړۍ کې د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
-
هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی
Mar 08, 2024 09:29د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هند غواړي چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
-
د ښځو او نجونو پر خلاف دې د طالبانو محدودیتونه ختم کړل شي
Mar 08, 2024 09:18د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئيسې رزا اوتنبايوا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدوديتونه دې پایته ورسوي او که داسې ونه کړي لا زیات فقر او انزوا ته د افغانستان د تګ خطر زيات دی.
-
ایران په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ
Mar 07, 2024 09:52په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل به په دغه هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو، د کډوالو د شمېر د کمولو او د بشري حقونو د خوندیتوب لامل شي.
-
په ټول افغانستان کې اوس سل فیصده حجاب مراعتېږي
Mar 07, 2024 09:08د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق ویلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې «اسلامي حجاب» مراعتېږي.
-
جګړې ته مو چمتووالی ګړندی کړئ
Mar 07, 2024 08:49د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد په لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په یوه لویه اډه کې، له پوځ سره د لیدنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د ډېرېدو امر کړی دی.
-
افغانستان د بېثباتۍ سرچینه او د نړۍ لپاره لویه ننګونه ده
Mar 07, 2024 08:35په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې دا هېواد د بېثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه ده.
-
د امنیت شورا چوپتیا د فلسطینیانو د وژنې او لوږې جواز دی
Mar 05, 2024 02:27په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، د اسرائیلي رژیم په ملاتړ او په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره، د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د نه تصویبېدو له امله، د امریکې پر حکومت باندې په سختې نیوکې سره وویل: له بده مرغه د امنیت شورا چوپتیا د فلسطنیانو د وژنو او لوږې په جواز باندې بدله شوې ده.»