راتلونکي ژمي کې ۱۶ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري
Oct 01, 2024 06:23 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښوولې ده. اوچا په یوه بیان کې ويلي، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
بیانیه زیاتوي، چې په راتلونکي ژمي کې ډېر اړمن کسان سرپناه، جامو او خوراکي توکو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې، سږکال ژمی داسې مهال رارسېږي، چې د طبیعي پېښو زیانمن شوي خلک سرپناه ته هم اړتيا لري.
دغه بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې د اړتيا وړ بوديجه برابره کړي، څو په راتلونکو درېيو مياشتو کې دغه مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي.
ټیګونه