-
ایران خپلې رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي
Feb 14, 2026 02:25ایران یو پلان وړاندیز کړی چې خپله رېللاره د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي. د ایراني چارواکو په وینا، دا لاره د چین او ایران ترمنځ د توکو د لېږد واټن لنډوي او حتی تر اروپا پورې د رېلګاډي مستقیم تګ راتګ ممکنولی شي.
-
ایران د افغانستان د اړتیا وړ پر سون توکو هېڅ محدودیت نهلګوي
Feb 14, 2026 02:20د ایران د تیلو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال په کابل کې د طالبانو د تېلو او ګازو د دولتي شرکت له مشر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.
-
په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل
Feb 14, 2026 02:12د فبرورۍ په ۱۳مه د راډیو په نړیواله ورځ په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ.
-
عزیزي: نږدې ورځو کې به کندهار کې د سمنټو د تولید فابریکه پرانیستل شي
Feb 13, 2026 10:45د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې په نږدې ورځو کې به په کندهار کې د سمنټو یوه ستره تولیدي فابریکه پرانیستل شي چې په ورځني ډول به د یو زر او ۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
-
په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول
Feb 12, 2026 04:02د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
-
یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
Feb 12, 2026 03:59په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیت لرې کړي.
-
د پاکستان ځانګړي استازي له ریچارډ بېنټ سره د افغانستان په اړه غږېدلی
Feb 12, 2026 03:45د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره لیدلي او د دغه هېواد پر اوسني وضعیت یې خبرې کړې دي.
-
برېتانیا کې یو افغان پناه غوښتونکی پر ۱۲ کلنه نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو
Feb 11, 2026 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی یو افغان پناه غوښتونکی د برېتانیا په نونیټون ښار کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ تښتونې او جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو.
-
افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي
Feb 10, 2026 08:49د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.
-
په کابل کې د دوحې د کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه
Feb 10, 2026 08:43د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.