-
په ایران کښې د ټولو ادارو او اړخونو یوزړه توب ویاړمن دی
May 19, 2020 01:44د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د کرونا له راګډیدو سره هممهاله د ایران د ټولو ارګانونو، اړخونو او د خلکو د پرګنو ترمینځ همپالنه او یوزړه توب ډیر ارزښتناک او ویاړمن دی.
-
ایران په تیره اونۍ کښې
May 18, 2020 05:53د تیرې اونۍ وروستۍ ورځې د قدر له شپو او د مولای متقیان امام علي علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابرې وې. هم داشان د رمضان د وروستۍ جمعې په توګه د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې په دې ورځو شپو کښې د د خلکو پام د فلسطیني ولس مظلومیت ته اوړیدلې دی.
-
امریکا له کرونا سره د مقابلې په بهیر کښې کارړنګونه کوي
May 17, 2020 02:16د ایران د خارجه وزارت ویاند امریکا له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې د ګډوډي او کارړنګونې لامل وبلله.
-
ایران کښې په کرونا د ککړو ټولو بهرنیو ښاریزو وړیا درملنه کیږي
May 17, 2020 01:34د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه څو ځلې د ایران د دغو انساندوستانه او اغیزناکو اقداماتو قدرونه کړې ده.
-
ایران د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي بدل شوی دی
May 17, 2020 00:54ډاکټر نمکي: د ایران اسلامي جمهوریت له دوو میاشتو په کمه موده کښې د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي هیواد بدل شوی دی.
-
د ايران په خلاف د بنديزونو ختمولولپاره د ملګرو ملتو غوښتنه
May 16, 2020 10:28د ټرمپ حکومت د 2018 کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې څخه له وتلو نه پس له زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د تاريخ په اوږدو کښې له ټولو بې مخينې بنديزونه لګول او سختول په نظر کښې لرياو په ايران کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو باوجود د دغو غېر انساني بنديزونو په دوام باندې تاکيد کوي.
-
کرونائي پړاؤ ختم شوی نه دی،البته د ایران شرائط لاښه شوي
May 16, 2020 10:28د اسلامی ایران ولسمشر دګاډو د کاروانونو په بڼه کې په تهران کې د قدس د ورځې د ترسره کیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، ټاکل شوې ده ، په تهران کې دقدس د ورځې دستورې ، له پيله تر یوه خاص مقصد پورې د ګاډو په کاروان سره او په سبمولیک ډول ترسره شي .
-
په ایران کې په کروناککړڅه دپاسه ۹۳زره کسان ښه شوي دي
May 16, 2020 11:05په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه څلور میلیون شپږ لکه دوه څلویښت زره تنو ته رسیدلی، چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته زره تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یو میلیون اته لکه کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
نورو هیوادونو ته د کرونائي تجروبو د منتقلولو لپاره ایران چمتووالی
May 16, 2020 07:51د ایران د ښونې اوروزنې د چارو وزیر محسن حاجی میرزائي هم دتیرې پنجشنبې په ورځې د آئسیسکو ادارې دغړو هیوادونو د ښونې او روزنې له وزیرانو سره په بیړني ویډیو ئي کنفرانس کې ، چې له بحرانونو او ایمرجنسیو (یاکوویډ-۱۹) سره په مخامخیدا کې د روزنیزو نظامونو په عنوان سره ترسره شوی ، مسلمانو هیوادونو ته د انټرنیټي یا مجازي ښونې او روزنې د ظرفیّت د وړاندې کولو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالی خبر ورکړی .
-
د تهران او کابل ښاروالو له کورونا سره په مقابله کښې د تجربو په انتقال تاکيد وکړ
May 15, 2020 12:58د تهران او کابل ښاروالو د ويډيو کانفرنس له لارې په خبرو اترو کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې په زمينه کښې د خپلو تجربو د انتقال په ضرورت تاکيد وکړ.