په ایران کښې د ټولو ادارو او اړخونو یوزړه توب ویاړمن دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د کرونا له راګډیدو سره هممهاله د ایران د ټولو ارګانونو، اړخونو او د خلکو د پرګنو ترمینځ همپالنه او یوزړه توب ډیر ارزښتناک او ویاړمن دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د کرونا له راګډیدو سره هممهاله د ایران د ټولو ارګانونو، اړخونو او د خلکو د پرګنو ترمینځ همپالنه او یوزړه توب ډیر ارزښتناک او ویاړمن دی.
ولسمشر حسن روحاني پرون د هیواد د یوه ډله سیاسي پوهانو او فعالانو په کتنه کښې، هغو بریاؤ او لاسته راوړنو ته په اشارې سره چې له کرونا سره د مبارزې په لړ کښې ترلاسه شوې دي، زیاته کړه: د ایران نجیب خلک په دې سختو ورځو کښې د یوبل ترڅنګ او یوزړه او یوه خوله دي.
روحاني څرګنده کړه چې په ایران کښې له کرونا سره په مقابله کښې په هیڅ توګه له قهر او زوره کار وانه خیستې شو او حکومت خلکو ته یوازې په سپارښتنو سره وتوانیدله چې روانې چارې کنټرول کړي او د ایران خلکو هم په دې لړ کښې خپل نجابت، ملګرتیا او لوړ لید او نظر وښوده.