ایران په تیره اونۍ کښې
د تیرې اونۍ وروستۍ ورځې د قدر له شپو او د مولای متقیان امام علي علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابرې وې. هم داشان د رمضان د وروستۍ جمعې په توګه د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې په دې ورځو شپو کښې د د خلکو پام د فلسطیني ولس مظلومیت ته اوړیدلې دی.
ګرانو دوستانو د تیرې اونۍ وروستۍ ورځې د قدر له شپو او د مولای متقیان امام علي علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابرې وې. هم داشان د رمضان د وروستۍ جمعې په توګه د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې په دې ورځو شپو کښې د د خلکو پام د فلسطیني ولس مظلومیت ته اوړیدلې دی. او تیره پنجشنبه هم چې د مۍ ۱۵ نیټه وهه، د نکبت له ورځې سره برابره وه.
د ایران د اسلامي شورا د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي دارالانشاء د نکبت د ورځې په درشل کښې په یوه خبرپاڼه کښې څرګنده کړه: ۷۲ کاله مخکښې د ۱۹۴۸ کال د مۍ په پنځلسمه نیټه انګلستان د فلسطین د سرپرستۍ او په لویدیځې آسیا کښې د دائمي اډې په لرلو سره او د خپلو استعماري اهدافو د جاري ساتلو په لړ کښې، فلسطین ته د یهودیانو د کډه کولو او د صهیونیسټي حکومت د جوړولو لپاره له نړیوال صهیونزم سره موافقه وکړه.
د نکبت په دې ورځ فاشیزم او صهونیزم د انګلستان او امریکې تر ملاتړ لاندې د ۱۵ زرو فلسطیني ځوانانو، ښځو او ماشومانو په وژلو او د لکونو نورو په بې کوره کولو سره د قاتل، ترهګر، ماشوم وژونکي، توکمپال او د انساني اصولو او بشري حقوقو د دښمن رژیم بنسټ کښیښوده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د اسلامي شورا استازو هم د تیرې سه شنبې په ډاګینه غونډه کښې د سیمه ایزې او نړیوالې صلحې او امنیت خلاف د جعلي او ناروا صهیونیسټي ریم له غلیمانه اقداماتو سره د مقابلې له قانوني طرحې سره موافقه وکړه.
په دغه طرحه کښې په سیمه کښې د اسرائیلو له ګواښونکو اقداماتو سره د مقابلې او هم داشان د قدس د نیواکګر رژیم د بشري ضده جنایتونو د تعقیبونې او د فلسطیني ولس له حقوقو د ملاتړ لپاره د سفارتي لاروچارو د پياوړتیا په لړ کښې د اقداماتو یوه ټولګه شامله ده.
د دې طرحې په دیارلسمه ماده کښې ټینګار شوی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دنده لري (په فلسطیني ټاټوبي کښې د ملي ټولپوښتنې د ترسره کولو) په عنوان سره د فلسطین لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاسي طرحې عملي کول چې په ملګرو ملتو کښې ثبت شوې ده، په سیاسي او ډیپلماټیکو ډګرونو کښې تعقیب کړي. هم داشان له آپارټایډ سره د صهیون ازم د برابرۍ موضوع په ملګرو ملتو او نړیوالو ټولنو کښې بیان کړي.
د فزیکي او جوړښتي تشدد د کارولو، په قدس کښې د پراخو ښارګي جوړولو او د بیت المقدس د نفوسي او جغرافیايي جوړښت د بدلون له لارې د تیري ګر صهیونیسټي رژيم نیواکګر او پراختیا غواړي سیاستونه، د فلسطین د خلکو د حقوقو د پراخې او پلان شوې خلاف ورزۍ سبب شوې دي او د سیمه ایز او نړیوال امنیت او صلحې خلاف یو ګواښ ګڼل کیږي. دغو اقداماتو پراخې سیمه ایزې او نړیوالې پایلې په ځان پسې لرلې دي.
په دغه طرحه کښې د ایران عدلیې وزارت ته دنده سپارله شوې چې د حقوقي او نړیوالو جزايي او حقوقي ارګانونو او مراجعو له ظرفیتونو په ګټه پورته کولو سره د نیواکګر صهیونیسټي رژیم له جنایتکارو مشرانو څخه د شکایت طرحې ته اقدام وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي تیره یکشنبه له کرونا سره د مبارزې له ملي کمیټې سره په ویډیويي ارتباط کښې چې د دغې کمیټې د غړو او د ایران ۳۱ ولایتونو د والیانو په شتون سره ترسره شوه، په دې لړ کښې به مختلفو ټولنیزو، کلتوري، درملیزو، روغتیايي، علمي، مدیریتي او خدماتي اړخونو کښې د ولس او چارواکو کړچار یو جهادي، ستر او ویاړمن خوځښت وباله.
معظم رهبر له کروناوایرس سره په مقابله کښې د ایران د ولس او مسئولانو د توفیقاتو د مختلفو اړخونو په بیانولو کښې وویل: د درملنې او ډول ډول طبي او مخه نیونکو خدماتو، چیک اپ، د چاپیریال او عامه او کاري مرکزونو د بهداشت په لړ کښې یو ستر او د ستاینې وړ کار ترسره شوی دی.
د امریکې حکومت فکر کوه چې د دباو او بندیزونو په لګولو سره به د ایران ولس له څو میاشتو زیات توان او زغم ونه لري او د دې ستونزو په وړاندې مقاومت نه شي کولې خو په هغو اقداماتو سره چې په ایران کښې د کرونا له خپریدو سره د مقابلې په بهیر کښې ترسره شول، دښمنان پوه شول چې ایران یو توانمن او پیاوړی هیواد دی. ایران نن سبا د (ونټیلیټر)، (این۹۵ ماسکونو) او د ټیسټ کیټونو په تولید کښې دومره مخکښې شوی دی چې د روغتیا وزارت د کورنیو اړتیاؤ پر پوره کولو سربیره نورو هیوادونو ته هم صادرات لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان رسمي احصائیې اعتراف لري چې ایران له کرونا ناروغۍ د ښه کیدونکو کسانو په شمیر کښې له چین وروسته ترټولو ښه بهیر لرلی دی او په دې هیواد کښې په کرونا ککړ کابو اتیا فیصده ناروغانو شفا موندلې ده.
*/*/*/*/*/*/*
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د له کرونا سره د مقابلې په نړیوال امتحان کښې د لویدیځ ماتې ته اشاره وکړه او (د لویدیځ د مدیریتي توانمنیو د ماتې) په بیان کښې یې وفرمایل: کرونا د نورو هیوادونو په پرتله په امریکا او اروپا کښې ناوخته خپره شوه یعنې دغو هیوادونو فرصت درلود چې ځانونه له دغه وایرس سره مقابلې ته تیار کړي خو هغه شان چې پکار وو، ونه توانیدل ځکه چې په امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو کښې په کرونا د اخته شویو او له امله یې د وژل شویو کسانو لوړ شمیر او په دغو هیوادونو کښې د بیکارۍ په شمول د خلکو مختلفې ستونزې دغه ناتونۍ ثابتوي.
هغوي په دکانونو باندې د خلکو یرغل او د ځینو نورو ننګونو په شان مواردو ته په اشارې سره زیاته کړه: لویدیځوالو سره د ټولو ادعاؤ، په دې برخه کښې ماتې خوړلې ده او دا حقیقتونه باید عامه افکارو ته بیان شي.
*/*/*/*/*
کرونا وایرس چې د تیر ۲۰۱۹ کال په وروستیو کښې د چین په وهان ښار کښې وپیژندل شو، اوس په یوې نړیوالې وبا بدل شوی دی. په ټوله نړۍ کښې په دغه وایرس د ککړو کسانو شمیر له څلور نیم میلیونو اوښتې دی. په داسې حالاتو کښې چې نړۍ ملګرتیا او یوزړه توب ته ضرورت لري، یو نامتعارف جنګ چې له کرونا سره د مقابلې لپاره د اړتیاوړ طبي تجهیزاتو په سر د هیوادونو ترمینځ پیل شو، په ډیرو په تیره بیا لویدیځو هیوادونو کښې یې د بشري حقوقو د قوانینو د دروغجن او جعلي توب حقیقت په ډاګه کړ. دغه نامتعارف او ناآشنا جنګ د مصنوعي ساه د تجهیزاتو او سیټمونو، ماسکونو او دستانو او نورو اړوندو شیانو د غلا کیدو له لارې پیل شو. د جرمني چارواکو د امریکې دغه کړچار سمندري غلا وبلله.
فرانسې هم امریکا، له چین څخه د خپل اخیستل شوې د طبي ماسکونو د یوې جوپې په نیولو تورنه کړه. دغه ناسالمه سیالي له ایټالیا واخلې تر فرانسې او جرمني او بریطانیې بورې هیوادونو ترمینخ هم ولیدله شوه.
دغه پيښې او حقیقتونه یو روښانه او څرګنده پیغام لري او هغه، هم هغه ټکی دی چې د انقلاب معظم رهبر ورته اشاره وکړه او ویې فرمایل: په لویدیځ کښې د ټولنیزې فلسفې روح او محتوا د مادیاتو او پیسو په بنیاد ولاړه ده او هم دغه وجه ده چې هغوي د کرونا په مسئله کښې مشرانو، ناروغه، غریبو او شاته پاتې کسانو ته بې پامي وکړه ځکه چې دغه پرګنې د پیسو د ګټلو او د مادیاتو د رامینځته کولو توان نه لري په هم دې وجه ډیرو خلکو د بوډاګانو د ساتلو په مرکزونو کښې ساه ورکړه او دا واقعیات د لویدیځ د ټولنیزې فلسفې ماتې هم څرګندوي.
*/*/*/*/*/*
د ایران اسلامي جمهوریت تل په عراق کښې د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي ثبات ملاتړ کړی دی او د ډیموکراټیکو بهیرونو له لارې د عراق د سیاسي بهیرونو د نظر ټول اتفاق د اختلافاتو د صلحه ایز هواري یوازنۍ لاره ګڼي، په هم دې وجه په عراق کښې د سیاسي ډلو له موافقې څخه چې نتیجه یې د نوي وزیراعظم په توګه د مصطفی کاظمي معرفي وه، هرکلی وکړ او هغه په سمه لاره یو صحیح ګام ګڼي او هیله من دی چې په دغه هیواد کښې نوی حکومت د خلکو او دیني مرجعیت د غوښتنو په پوره کولو او په سیمه ایزه او نړیواله سویه د مهم موقعیت لرونکي او باثباته او یوموټي عراق په رامینځته کولو کښې کامیاب وي.
په عراق کښې د ایران سفیر ایرج مسجدي تیره اونۍ العالم خبري چینل ته په مرکه کښې د عراق له نوي وزیراعظم سره خپل وروستي ملاقات ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د الکاظمي د حکومت کړنلاره مثبته ده او هغه په دغه کتنه کښې د ټولو دوه اړخیزو موافقو د تعقیبولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له تهران سره د اړیکو د پياوړتیا په لړ کښې جدي ګامونه پورته کړي.
مصطفی الکاظمي د عراق د کابینې د جوړولو د دندې له ترلاسه کولو وروسته په خپلې اولنۍ وینا کښې د خپل هیواد د واکمنۍ په ساتنې ټینګار وکړ او له نړۍ په تعامل کښې د خپل راتلونکي حکومت د بهرني سیاست په هکله یې وویل: د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره زمونږ اړیکې باید د متقابل احترام په بنیاد وي.
د ایران او عراق اړیکې د دغه هیواد د امنیت او ثبات، د د واړو هیوادونو د لرغونو کلتوري او دیني اړیکو د پياوړتیا او له اقتصادي وړتیاؤ د کار اخیستو په شمول په دریو بنیادي او پایدارو ستنو ولاړې دي.
د عراق امنیت د ایران او سیمې د ثبات په معنا دی. دغه اصل په عراق کښې له ترهګرۍ او داعش سره په مبارزه کښې له دغه هیواد سره د ایران د صلاحکاري مرستو په لړ کښې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې ثابت شوی دی.
له اقتصادي اړخه هم د دواړو ګاونډي هیوادونو اړیکې ډیر اهمیت لري. د ایران په جنوب لویدیځ او د عراق په بصره کښې د اروند آزادې سیمې د سازمان شتون د دواړو هیوادونو په سوداګري اړیکو کښې یو اغیزناک پوټینشل ګڼل کیږي. د ملګرتیا یوه بله موضوع د ایران او عراق ترمینځ د انرجۍ د مبادلاتو بحث دی.
له ایرانه عراق ته د انرجۍ انتقال د دواړو هیوادونو د خوښې په بیناد یوه مبادله ده. طبیعي ده چې د انرجۍ په برخه کښې ترڅو چې عراق وتوانیږي د بریښنا او ګیس په برخه کښې خپله اړتیا پوره کړي، دغه ملګرتیا دوام ولري. عراق له ایران څخه په مناسبه بیه د انرجۍ ترلاسه کولو ته اړتیا لري او د ګټو او اختیا د پیژندنې په اساس امریکا په دې لړ کښې هیڅ نه شي کولې.
*/*//*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی