-
ایران په نړۍ کې دکرونا واکسن په شپږو تولیدونکو هیوادونو کې شامل شو
Jun 17, 2021 02:02پر کوو ایران برکت واکسن سربیره د واکسنو دتولید لپاره پنځه نوره لارې هم په ایجنډا کې شاملې دي چې ددغو واکسنو له حیواني آزمیښت او مطالعو له بشپړتیا وروسته د انساني ټسټ دمجوز د اخستو لپاره د روغتیا وزارت ته لیږدول شوي دي .
-
د ایران د ولسمشرۍ انتخابات پر سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو څومره اغیزې شیندي؟ له شناندي ئې اورو
Jun 16, 2021 12:11د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ دراتلونکو انتخاباتو د ترسره کیدا او په سیمه ایزو اونړیوالو بدلونونو ئې د اغیزو په باب د پاکستان دمجلس وحدت مسلیمن غورځنګ یو مشر علامه اقبال بهشتي او د سیمې د چارو یو کارپوه ډاکټر علی واحدي خپل نظرونه داسې څرګندوي .
-
په افغانستان کښې ۱۶۴۷ نور کسان په کورونا اخته شول
Jun 16, 2021 03:09د افغانستان د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا وائرسو ۱۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ تنو ته ورسېد.
-
په افغانستان کې د کرونائي بحران د مخنیوي لپاره سپارښتنې د ډاکټراحمدي له خولې آورو
Jun 15, 2021 11:55په افغانستان کې د کرونائي بحران اوج ته د رسیدا او دغه راز د خلکو له خوا ئې د روغتیائي پروټوکولونو دنه رعایتیدا د خطرې په اړه د تکړه متخصص ډاکټر محمد نبی احمدي سپارښتنې دلته آوریدلی شئ .
-
له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې زر سیلنډرې ټولې تشې وې
Jun 14, 2021 23:58د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن هغه ۱۰۰۰ سیلینډرونه چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوي وو ټولې تش وو.
-
په ایران کې په کرونا۱۱۹نور ککړ کسان هم قرباني شول
Jun 14, 2021 11:52کرونائي ناروغۍ د هیوادونو درسمي احصایو په اساس ، تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه ډپاسه یو سل شپږ ا ویا میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي تر دې دمه څه ډپاسه درې میلیون اته لکه شل زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
د کورونا به بهانه د حج د مراسمو له تعطيل کولو څخه د سعودي پټ مقاصد
Jun 14, 2021 11:42د سعودي د حج او عمرې وزارت د تېر خالي په ورځ اعلان وکړ چې د تېر کال په شان سږ کال به هم د نورو هېوادونو د حاجيانو لپاره د حج مراسم او مناسک ترسره نه شي او دغه مراسم به يوازې د سعودي دننه له شپېتۀ زره حاجيانو سره اختصاص ولري.
-
په غزني او پکتیکا ولایتونو کې دافغان ځواک اوطالبانو ترمینځ نښتو دواړو لورو ته مرګ ژوبله اړولې
Jun 13, 2021 11:52پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي چې ددې ولایت د (جانېخیلو ) په ولسوالۍ کې د (محمدامین او هستي) په سیمو کې پولیسو د طالبانو په یوې ډلې برید ترسره کړی چې وروسته دطالبانو له لورې محاصره شوي او دمرستندویه ځواکونو په رسیدو سره (۳۳) تنه طالبانو او (۳) تنه افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتې.
-
په ایران کې په کرونا ککړ نور ۱۲۴کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ
Jun 11, 2021 11:23کوویډ ۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس د هیوادونو درسمي احصایو په اساس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه دپاسه یو سل پنځه اویامیلیون کسان ککړ کړي چې له دوي کابو درې میلیون اوه لکه نهه اتیا زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
په لندن او شپږو نورو سترو ښارونو کې د ایرانیانو راي اخستل کیږي
Jun 11, 2021 07:59ټاکل شوې ده ، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات په درست ایران او دنړۍ په زیاتره هیوادونو کې د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه په یووخت ترسره کیږي .