په افغانستان کښې ۱۶۴۷ نور کسان په کورونا اخته شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101720-په_افغانستان_کښې_۱۶۴۷_نور_کسان_په_کورونا_اخته_شول
د افغانستان د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا وائرسو ۱۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ تنو ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 16, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ۱۶۴۷ نور کسان په کورونا اخته شول

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا وائرسو ۱۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۷۸ تنه مړه شوي او ۲۳۲ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۷۶۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۶۲ زره او ۳۱۴ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ دے او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.