-
د امریکا ډيپلوماټ د ډانمارک خارجه وزارت ته احضار شو
Aug 27, 2025 13:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د ډانمارک د «ډي ار» رسنۍ په قول وویل د دغه هیواد خارجه وزیر په کوپنهاګ کښې د امریکا د سفارت لوړرتبه ډيپلوماټ په ګرینلینډ کښې د امریکا د ښاریزو لخوا د نفوذ د عملیاتو د ترسره کولو په هکله د راپورونو په دلیل احضار کړی دی.
-
ګرینلینډ له امریکا سره د نږدې اړیکو غوښتونکی نه دی
Mar 11, 2025 05:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ګریلینډ لومړي وزیر موت اګده(Mute Egede) پرون وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شمالي قطب له معدني موادو د دغه پراخه بډایه جزیرې د مالکیت لپاره د خپلې ګروهنې په تکرارولو سره د ګرینلینډ له خلکو سره غیر محترمانه چلند کړی دی.
-
د ګرینلینډ په پیسو اخیستل؛ د امریکا د ریپبلیکن ګوند نیواکګرانه لایحه
Jan 15, 2025 12:40پارس ټوډی د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند غړیو د ګرینلینډ جزیرې په پیسو د اخیستلو په هکله د خبرو اترو د اجازې د ورکولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.
-
ټرامپ د امریکا د نفوذ د زیاتولو لپاره د ګرینلینډ جزیرې نیول غواړي
Jan 10, 2025 05:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول وویل د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په غربي نیمکره کښې د امریکا د نفوذ د حوزې د پراخولو او د راتلونکو نسلونو لپاره د خپل میراث د پیاوړي کولو د یوې لارې په توګه د ګریلینډ جزیرې د ترلاسه کولو لپاره جدي دی.