-
د عراق، یمن ، فلسطین او سوريې امنیت د ټولې سیمې امنیت دی
Feb 05, 2024 00:00تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لویدیځې اسیا د هیوادونو په خاوره باندې د امریکا له تیریو وروسته وویل د عراق ، د سوریې ، د یمن او د فلسطین امنیت د ټولې سیمې امنیت دی.
-
صهیونیسټي بندیان ،د جنایتکار بینیامین نتنیاهو لباره یو نه ختمیدونکی بحران
Feb 04, 2024 11:06د صهیونیسټي بندیانو د خوشي کیدا لپاره په نیواکي ټاټوبو کې د اعتراضونو دوام،د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه دکابینې لپاره په یوه نه ختمیدونکي بحران او خپسکې بدل شوی دی.
-
د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي
Feb 04, 2024 02:42ځینو خبري سرچینو، د یکشنبې په شپه د سوریې په ختیځ کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې، د امریکې پر پوځي اډې د راکټي حملو خبر ورکړی.
-
ایران په ۲۸هیوادونو کې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسانوچینل وپيژندۀ
Feb 02, 2024 09:49د ایران د اطلاعاتو وزارت په اعلامیې کې چې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني په رهبرۍ د ایران د اسلامی ولولناک او پرتمین انقلاب د بریالیتوب د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کې او د سباؤن لسیزې د رارسیدا په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره خپره شوی وئد ایران لوي او میړني ملت ته په اطلاع رسولو سره وئيل شوي دي، چې د قدس د نیواکګر رژيم د امنیتی او جاسوسي ادارو په ضدپه ترټولو لویو اطلاعاتي او ضد اطلاعاتي عملیاتو کې ئې ددغو خبیثو او جنایتکارو وحشیانو د جاسوسي ادارو لوي پراخ غوړیدلی جال کشف کړ
-
په واشنګټن کې بیا په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد مظاهرې وشوې
Feb 02, 2024 12:11په زرګونو امریکائي مظاهره چیانو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو څخه د واشنګټن په ملاتړونوپه اعتراض کې په فلسطین کې د جنګ په سملاسی بندیدا ټینګار وکړ.
-
د یمن پوځ او انصارا...له امریکا او انګلستان سره دمقابلې لپاره بشبړ تیاردي
Feb 02, 2024 11:03د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام علی القحوم ووئيل، چې دغه هیواد د بریتانیائي او امریکائي تاؤتریخوالو له زیاتیدا سره مقابلې ته تیار دی او دوي باید د ددغه تاؤتریخوالي نتیجې هم وزغمي.
-
د یمن د الحدیده په لوېدیځ کې پر یوې کښتۍ برید
Feb 01, 2024 12:46د برتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان د یمن د الحدیده له سواحلو څخه ۵۷ سمندري میله لرې د یوې امنیتي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.
-
په یمن باندې د امریکې او بریطانیا هوايي بریدونه دوام لري
Feb 01, 2024 04:06تیره ماښام خبري سرچینو د یمن په شمال باندې یوځل بیا د امریکې او برطانیې د هوايي حملې خبر ورکړ.
-
د یمن پوځ به په جنګي بیړیو بریدونه زیات کړي
Jan 31, 2024 10:45زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن حکومت وویل چې دوې به د خپل ځان د دفاع لپاره په سره سمندر کښې د امریکا او د بریتانیا په جنګي بیړیو باندې حملې زیاتې کړي.
-
د یمن پرضد د امریکا بلا غوښتنه به ماتي وخوري
Jan 31, 2024 08:34فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم له ملاتړو هیوادونو سره د یمن د جنګونو په دوام کښې د دغه هیواد د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» خبرداری ورکړ د صنعا پرضد د امریکا هرډول ماجرا غوښتنه به له ماتي سره مخامخ شي.