د حماس د سیاسي دفتر مشر د یمن له خلکو مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152458-د_حماس_د_سیاسي_دفتر_مشر_د_یمن_له_خلکو_مننه_وکړه
د حماس د سیاسي دفتر مشر د فلسطین په ملاتړ کې د یمن د ولس د صادقانه احساساتو او کلک هوډ قدرونه وکړه.
(last modified 2024-09-16T21:54:28+00:00 )
Sep 17, 2024 02:22 Asia/Kabul
  • د حماس د سیاسي دفتر مشر د یمن له خلکو مننه وکړه

د حماس د سیاسي دفتر مشر د فلسطین په ملاتړ کې د یمن د ولس د صادقانه احساساتو او کلک هوډ قدرونه وکړه.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اشغالګرو د پوځ یو پوځي مرکز، له غږ لوړ بالسټیک توغندي په کارولو سره، د اشغال شوي فلسطین د «یافا» په جنوب کې په نښه شوی دی.

د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی سنور د انصار الله غورځنګ عمومي منشي عبدالملک الحوثي ته په یو پیغام کې، د فلسطین په ملاتړ کې د یمن د ولس د صادقانه احساساتو او کلک هوډ په تړاو د مننې ترڅنګ، د صهيونيسټي رژيم داخل ته د یمني توغندیو رسېدل  او د دغه رژیم له دفاعي برخو څخه د تېرېدو مبارکي وويله.

سنوار په دغه پیغام کې زیاته کړه: د الاقصی طوفان عملیاتو په سیمه کې صهیونیسټي پروژې ته سخته ضربه ورکړه.

د حماس د سیاسي دفتر مشر څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم په زړه کې دغه عملیاتو، یو ځل بیا د الاقصی طوفان شعله او د تل ابیب پر زړه باندې د هغې اغېزې زیاتې کړې.

د یادولو وړ ده چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام سره، د یمن د انصار الله د مقاومت ځواکونو د نیول شویو سیمو پر لور توغندی توغولی او د صهیونیسټي رژیم د بندرونو پر لور یې د تېرېدونکو بیړیو مخه هم نیولې ده.