-
د ایف بی آئي په تعقیبونکي لیسټ کې د مسلمانانو د نامې په راوستلو شکایت وشو
Aug 14, 2024 03:10د امریکایی –اسلامی اړیکو شورا په یوې اعلامیې کې ووئیل،چې د امریکا د فیډرل څیړونکي ادارې (ایف بی آئي) په ضد ئې د مسلمانویا فلسطینیو امریکایانو د ځانګړې پټې څارنې د لیسټ د جوړولو په دلیل شکایت کړی دی.
-
د اسرائيلو جنایتونه پر نړیوالو قواعدو او قوانینو د بې ننګۍ یو داغ دی
Aug 14, 2024 03:04د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره ووئیل، د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.
-
د وحشی صهیونیستي رژيم هدف په غزې کې قومي نسل وژنه ده
Aug 14, 2024 02:54د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د فلسطین دغزې ښار په التابعیّن مدرسې په حملې کې د صهیونیسټي رژیم وحشتناک جنایت په غزې تړانګې کې د قومي نسل وژنې لپاره ددغه وحشي او جنایتکار رژيم دشیطاني هوډ ښودنه ده.
-
د نجف کربلا په لاره کې د المصطفی نومې ۴۰ فیصدی موکبونه فعال شوي
Aug 14, 2024 01:25په عراق کې د جامعة المصطفی العالمیه د حسینی اربعین د زیارتوالو د هستوګنې دکمیټې مسئول حجة الاسلام حسن مسلمي ایکنانیوز ته په خبرو کې په عراق کې د سید الشهدا د زیارتوالو د کوربتوب لپاره د حسینی اربعین د زیارتوالو د هستوګنې کمیټې د کاري ډلې دچمتووالی خبر ورکړ.
-
امریکا د ترهګرۍ اصلي ملاتړۍ او دودونکې ده
Aug 13, 2024 10:40په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: امریکا په سیمې او نړۍ کښې د ترهګرۍ اصلي ملاتړې او دودونکې ده.
-
ایران د خپل حاکمیت او ملي امنیت په دفاع کښې جدي او هوډمن دی
Aug 13, 2024 10:21د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې واکمنۍ او ملي امنیت په دفاع او هم په سیمه کښې د پایداره ثبات په ټینګښت کښې مرستې او په سیمه کښې د ناامنۍ او ترهګرۍ د اصلي سرچینې په وړاندې د دفاعي توان برابرولو ته پوره هوډمن او جدي دی او د خپلو پیژندل شویو حقوقو په کارولو کښې له هیڅ چا اجازه نه غواړي.
-
له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی
Aug 13, 2024 09:37د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د صهیونیسټي رژیم د بې مخینې او انساني ضده جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او له دغه رژیم څخه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ، د نړیوالو اصولو یو مخالف او د جنایتونو دوام ته هڅونکی اقدام او په سیمه او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ګواښ دی.
-
په ایران کې له افغان مهاجرینوسره د بد چلند ادعا
Aug 11, 2024 11:55په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.
-
ایران د اونۍ په هینداره کې
Aug 10, 2024 09:32د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران دځّينو مهمو پيښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د امریکا انتخابات د دوی داخلی مسئله ده پخپله ئې سنبال کړئ
Aug 10, 2024 10:53پارس ټو ډې –په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍد د سایبری حملو له لارې دامریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تهران دلاسوهنې په باب د ؛مایکرو سافټ ؛ شرکت د راپور په ردولو سره ووئيلو دامریکا انتخابات ، ددغه هیواد یوه داخلی مسئله ده.