په ایران کې له افغان مهاجرینوسره د بد چلند ادعا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151236-په_ایران_کې_له_افغان_مهاجرینوسره_د_بد_چلند_ادعا
په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی  کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې  په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.
(last modified 2024-08-11T07:41:55+00:00 )
Aug 11, 2024 11:55 Asia/Kabul
  • په ایران کې له افغان مهاجرینوسره د بد چلند ادعا

په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی  کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې  په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.

البته په افغانستان کې دځينو غرضي ټولنو له خوا دایران  د اسلامی جمهوریت په ضد دغه شان مسئلو مطرح کیدا مخنیه لری او وخت په وخت  غواړي،د ایران په اسلامی جمهوریت سیاسی دباؤنه وارد کړي،فتنې راپورته کړي څو د افغانستان خلک د ایران پر ولس او حکومت بدبینه کړي.

د سیاسی چارو یو کارپوه ښاغلی محسن رویی صفت  په دې باب وائي؛ په داسې حال کې چې په نړیواله سویه هیڅ یو هیواد غیر قانونی مهاجرین نه مني په افغانستان کې غرضي ډلې ټپلې  په دروغو سره هڅه کوي، ایران  افغان ضده وښئ او داسې وبریښوي  چې د ایران حکومت هڅه کوي، په اجبار سره  افغان مهاجرین  له ایرانه وباسي او په دې بهیر کې له دوي سره بد چلند کوي.داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان  د ولس لپاره د ایران ښه نیّت  په تیرو  څه دپاسه څلورو لسیزو کې  کې په بشپړ ډول اثبات شوی دی. واقعیّت  دا دی چې د نړیوالو قوانینو په اساس ، د هغه هیواد وګړي چې پکې جنګ جګړې نه وي،سوله اوثبات پرې حاکم وي ، مهاجر نه ګڼل کیږی. افغانستان  هم د سیمې یو باثباته هیواد دی چې  وګړي ئې  هیڅکله هم مهاجر نه ګڼل کیږي.

په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان خاصو مسئلو په درک کولو سره  د افغانستان ډیرو مهاجرینو ته د  شتون اجازت ورکړی دی، خو  دیری افغان وګړي هم  په غیر قانونی بڼه او په اصطلاح په قاچاقئ سره په ایران کې ژوند کوي . شک نشته چې  د هویّت او پيژندپاڼې  نه لرونکو کسانو شتون  په ځان پسې ټولنیزې او امنیتی  ترینګلتیاوې درلودلی شي.

Image Caption

 

له دې امله د ایران اسلامی جمهوریت  په کرتو  د افغان مهاجرینو نامې ثبت  کړي او پيژند پاڼې ئې صادرې کړي دي. په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت د بندیزونو  له امله د مشکلاتو په دلیل  بیا هم له تیرو څلورو میاشتو راهسې  په میلیونونو افغان  مهاجر  منلي او کوربتوب ئې  کړی دی.

د پام وړ ټکی دا چې  افغان مهاجر  دایران په ښارونو اکې او د  ایران  له خلکو سره یوځاي ژوند کوي او مختلف کاروزګارونه لري او زده کړې کوي. له دې امله د افغانستان طالبان هم  د افغانستان له بیا رغاونې سره  دمرستې لپاره د افغان مهاجرینو بر بیرته ستنیداټینګار کوي.

Image Caption

 

په دغه شان شرائطو کې  په افغانستان کې له ایرانه د ویرولو  لپاره په هڅې سره  خیني غرضي بهیرونه  هڅه کوي، د ایران او افغانستان د ولسونو پر اړیکو منفی اغیزې وشیندي. داسې هڅې چې تراوسه بورې له ماتې سره مخ شو يدی،ځکه د افغانستان خلک ښه پوهیږي، چې  د ایران اسلامی جمهوریت تراوسه بورې  د افغانستان د ولس د مشکلاتو له حل سره په مرستو کې  هیڅ هڅه نه ده سپمَوَلې.

له ایرانه د غیر قانونی افغان مهاجرینو ویستل په احترام سره دي او تراوسه پورې  د ایران حکومت  د لازمو مدرکونو  د نه لرونکو  افغانانو د اجباري ویستلو لپاره پر دوي  هیڅ دباؤ نه دی  اچولی. له دې امله  له افغان مهاجرینو سره د ایران دبدچلنۍ به باب د دروغجنو  کلیپونو  خبریدا  هیڅکله هم  د ایران او افغانستان پر اړیکو  منفی اغیزې نشي شیندلی.