-
د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې غونډه دتهران په کوربتوب
Jun 07, 2024 11:06د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې غونډه په تهران کې دجون په اتمه نیټه یعني سبا د ایران، چین ،روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو په شتون سره ترسره کیږي.
-
د تهران غونډه دافغانستان له امنیت اوثبات سره د مرستې لپاره ډیره مهمه ده
Jun 07, 2024 10:28د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې ووئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت په کوربتوب د افغانستان لپاهر د سیمه ایزې تماس ډلې غونډه، په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات څخه د ډاډمنیدا لپاره ددغه هیواد د ګاونډیانو د نزدې ملګرتیا په لاره کې یو مهم بهیر دی.
-
نتانیاهو د نیواکي ټاټوبي خلاف د لبنان د حزب الله له غچ اخیستونکو بریدونو ویره لري
Jun 06, 2024 04:20د نیواکي ټاټوبي په شمال باندې د لبنان د حزب الله له سختو بریدونو وروسته د صهیونیسټي رزیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د حزب الله د توغندیو له ویرې له سیمې تښتیدلی دی.
-
د صهیونیسټي رژيم د حملو له امله په لبنانکښې هم په سل هاؤ کسان شهیدان شوي دي
Jun 06, 2024 04:17د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د اکتبور له اوومې نیټې راهیسې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځ د بریدونو له پیلیدو راهیسې ۴۰۰ کسان شهیدان شوي دي.
-
واکمنې شورا کښې د ایران د ایټمي پروګرام خلاف د اروپايي ټرائیکا پریکړه لیک تصویب شو
Jun 06, 2024 04:15د ایران د ایټمي پروګرام خلاف د اروپايي هیوادونو د غلیمانه اقداماتو په دوام کښې، د ایټمي انرجۍ په واکمنې شورا کښې د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د برطانیې، فرانسې او جرمني په شمول د دریو اروپايي هیوادونو وړاندیزي پریکړه لیک تصویب شو.
-
په فرانسه کښې نیول شوی بشیر دې زرترزره آزاد شي
Jun 06, 2024 04:14د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقوقو د کمیټې منشي د هغه ایراني ښاریز د نیول کیدو په غبرګون کښې چې په فرانسه کښې د فلسطین له مظلومو خلکو د ملاتړ په وجه نیول شوی دی، وویل: دغه ایراني ښاریز باید زرترزره خوشې کړې شي.
-
محمد مخبر د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د موافقو په اجرا کیدو ټینګار کړی
Jun 06, 2024 04:12د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ولسمشر د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د ایران او آذربایجان د ولسمشرونو په وروستۍ کتنې کښې شوې موافقې به اجرا کوو.
-
هرکله راشه
Jun 05, 2024 06:18د تهران راډیو مینه والو په خپلو لیکنو او پيغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم دلته اوریدې شئ
-
فلسطینیو مبارزانو د اسرائيلو یوه چورلکه نسکوره کړه
Jun 05, 2024 02:32د ؛ عمر القاسم ؛ شهید ځواکونو د الاقصی شهیدانو دغونډونو د مبارزانو په ملګرتیا سره ، په نتسارریم چورلیز کې د صهیونیسټي دښمن د ځواکونو د غونډیدا په ځاي د هاوان بریدونه کړي دي او مرګ ژوبلې ئې وراړولي دي.
-
په رفح کښې د آنروا ضروري خدمات بند شوي دي
Jun 02, 2024 11:55د فلسطین دکډوالو دملاتړ او کارموندنې ادارې (UNRWA) مشر اعلان وکړ چې په رفح ښار باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملو له امله دغه اداره مجبوره شوه چې فلسطینی کډوالو ته د ضرورت وړ خدمات بند کړي.