د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې غونډه دتهران په کوربتوب
د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې غونډه په تهران کې دجون په اتمه نیټه یعني سبا د ایران، چین ،روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو په شتون سره ترسره کیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د چارو عمومی د برخې مدیر سید رسول موسوي د تهران په غونډې کې د افغانستان لپاهر د سیمه ایزې تماس ډلې د استازو شتون او مشورې ،د سیمې ایزې ملګرتیا او همغږئ په سیوري کې په افغانستان او سیمې کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره ددغو هیوادونو د هڅې او ژمنتیا ښودنه وبلله.
رسول موسوي، د تهران په ناستې کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړی استازي آصف علی دراني شتون ددغې ناستې یو مهم ټکی وباله . په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د سرحدي اختلافاتو او په پوله ایزو سیمو کې په یوه بل د ترهه ګرو د ملاتړ د تورونو په دلیل ترټولو ټيټې سوئې ته رسیدلي دي . افغانستان د امریکائي پوځیانو د شل کلنې نیواکګرۍ په دلیل د بیخ بینائیو پراخو تباهیو او له اقتصادي او انساني بحران سره لاس او ګریوان شوی دی. امریکا د ۲۰۲۱کال په اګست کې له افغانستانه له وتلو وروسته او په دغه هیواد کې د طالبانو ډلې واک ته په بیرته رسیدا پسې په چټي پلمو سره ، د افغانستان د ولس کابو لس میلیارد ډالري شتمنۍ کنګل کړي او په دغه هیواد ئې یو لړ بندیزونه هم تپلي دي چې دغو عواملو د جنګ ځپلي افغانستان د کړیدلو خلکو لپاره شرائط لا ترینګلي کړي دي.په دغه شان شرائطو کې د سیمې هیوادونه په تیره بیا ایران ، چین ،روسیه اوپاکستان د ډيرو غونډو په ترسره کیدا او په مختلفو فارمټونو کې د افغانستان د مشکلاتو په کمولو کې هڅه کوي. له دې مخکې د افغانستان په باب د سیمه ایزې تماس ډلې په غونډې کې چې په تیر ژمي کې او د ایران په وړاندیز سره په کابل کې ترسره شوه ، د سیمې د هیوادونو استازو په افغانستان کې د پراختیا او د امنیت او ثبات د ټينګیدا لپارره په کابل کې د (طالبانو) له دیره حکومت سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.د ایران په نوښت سره د افغانستان د ګاونډیانو او دسیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون سره د نړیوال تماس ډلې لومړنۍ غونډه او همداراز په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمه ایزې تماس ډلې د ناستې ترسره کیداښئ چې تهران تل د افغانستان د خلکو دمشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره په هڅې کې مخکښ دی . له هغو ټولو مشکلاتو سره سره چې د ایران اسلامی جمهوریت ورسره مخامخ دی ، په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې د میلیونونو افغان کډوالو څخه دایران له سخاوته ډک کوربتوب او د افغانستان د بیا رغونې لباهر دمادي اوتخنیکي مرستو وړاندې کول ، په دغو کلونو کې له افغانستان سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړونو او مرستو یوه واړه شان برخه ده. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بیرته واک ته په رسیدا پسې، په نړیواله سویه ئې نه پيژندنې ته په پام سره ، دغه هیواد له ديرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت په اند، د افغانستان ګاونډي هیوادونه په دغه وخت کې په عملی توګه د افغانستان د مشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کولی شي.په همدې خاطر ثبات ته د رسیدا او له موجوده چیلنجونو څخه د افغانستان د ویستلو لپاره ددغه هیواد په موضوع سره دنړیوالې تماس ډلې جوړیدا د تهران د ډيپلوماسۍ په ایجنډا کې مهم ځاي لري .