-
نورستان ولایت کښې زرګونو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د ویش لړۍ پېل شوه
Jan 31, 2024 07:34ځایي چارواکي وایي هرې کورنۍ ته نغدې پیسې او د ژمي جامې ورکول کیږي
-
ننګرهار کښې له اوو روغتونونوسره د لکونو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه
Jan 31, 2024 07:25چارواکي وایي د دې وسایلو پر مټ به په روغتونونوکې وړاندې کیدونکو روغتیایي چوپړتیاو کې ښه والی راشي
-
طالبان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکوپیاوړتیا او دګډو پولوثبات غواړي.
Jan 31, 2024 03:01محمد یعقوب مجاهد د ایران د اسلامی جمهوریت ، چین او پاکستان له استازو سره په جلاجلا کتنو کې ټينګار کړی دی چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د هرډول دوه او څو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د متقابل احترام په اساس راشه دیرشه ته تیار دي او له نورو هیوادونو سره هم د پراختیا او ترقۍ په زمینې کې ملګرتیا او د امنیت تامینولو ته کلک هوډلري.
-
ایران هیڅکله هم د جغرافیائي پولو بدلول نه مني
Jan 31, 2024 02:55د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکو اړیکو د شورا مشر ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د ټولو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت او خپلواکۍ ملاتړ کوي او د جغرافیائي پولو بدلیدا هیڅکله هم نه مني.
-
پاکستان کې د اوسمهال بحرانونو حل لاره پر قرآني احکامو په عمل کې نغښتې ده
Jan 31, 2024 01:36پر قرآنی اصولو پابندي نه یوازې اخلاقي مشکلات او ستونزې حل کولی شي ، بلکې دنیوي ژوند هم په فضایلو باندې په پوښل کیدا سره لا لوړولی هم شي.
-
په چین کې د افغانستان د طالبانو د سفیر باورلیک ومنل شو
Jan 31, 2024 01:20د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي پر خپل اېکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.
-
ایران په سیمه کې د کوم فرد یا ډلې د کړنو په اړه کوم مسئولیت نه لري
Jan 30, 2024 02:41په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هېڅ فرد یا ډلې د اقداماتو پر وړاندې مسئول نه دی.
-
د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو، د بندیانو د تبادلې لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار وکړ
Jan 30, 2024 03:59د صهیونیسټي رژیم ۱۲ چینل د دوشنبې په شپه د دغه رژیم د کورنیو له قوله راپور ورکړی چې دوی د صهیونیسټي اسیرانو د بیرته ستنېدو لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار کړی دی.
-
ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې او همغږې مبارزې ټینګار کړی
Jan 30, 2024 02:20د پاکستان د پوځ قومندان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، ترهګري د دواړو ګاونډیانو لپاره ګډ ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې له دغې ښکارنده سره د مقابلې لپاره باید، د ګډو هڅو، ښې همغږۍ او د اطلاعاتو شریکولو له لارې اقدام وشي.
-
په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره له اړونده هېوادونو سره خبرې کوو
Jan 30, 2024 01:52د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.