-
افغان حکومت له درستو اسلامی او نړیوالو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي
Jul 04, 2026 16:20مولوي متقي ویلي چې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیتونه د پام وړ دي او باید له دغو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي.
-
روسی څېړونکې:قدرتمندایران د آیتالله سید علي خامنهاي سټراټیژیک میراث دی
Jul 04, 2026 15:54پارس ټوډې – د روسیې د پریماکوف د نړیوال اقتصاد او نړیوالو اړیکو د انسټیټیوټ د لوېدیځې آسیا د مطالعاتو د مرکز یوې لوړپوړې څېړونکې ویلي، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیتالله سید علي خامنهاي د سټراټیژیک میراث له مهمو ځانګړنو یوه دا ده چې داسې سیاسي نظام ئې رامنځته کړی چې د بهرنیو دباؤنو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري.
-
په سختیو شپو ورځو کې د پاکستان د ملت د ملتیا منندوی یو
Jul 04, 2026 12:25پارس ټودې - د ایران د اسلامي شورا مشر د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر سره په کتنې کې وویل، دوست ملتونه د سختیو په شپو ورځو کې د یوه بل ترڅنګ درېږي، او مونږ تل د پاکستان د خلکو او چارواکو د ملاتړ او ملتیا، په تیره بیا د «رمضان جنګ» پر مهال، منندوی یو.
-
د ایران شهید رهبر د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي لپاره ستر ګامونه واخیستل
Jul 03, 2026 15:48پارس ټوډې – د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مفتي او مشر باور لري چې د ایران مجاهد او شهید رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي،د خپل ژوند په مودې کې د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي (تقریب مذاهب) لپاره مهم او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي.
-
د قدرتمند ایران دښمنان دې له هر ډول ناسمې محاسبې ډډه وکړي
Jul 02, 2026 13:51پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې او لیکلي ئې دي: د قدرتمند ایران دښمنانو او د هغوی سیمهییزو او له سیمې بهر همکارانو ته خبرداری ورکوو چې له هر ډول ناسمې محاسبې څخه دې ډډه وکړي او د ایران د ملت د بچیانو له سختو او پښېمانه کوونکو غبرګونونو سره دې ، چې د وسلهوالو ځواکونو له لورې به د هر ډول ګواښ او تېري په وړاندې ترسره شي، ځانونه مخامخ وګڼي.
-
یو تکړه امریکائي شنونکی وا ئي؛ ایران له جنګه لا پیاوړی ووت
Jul 01, 2026 12:52پارس ټوډې – یو امریکائي شنونکي ویلي، د امریکا پوځي عملیات د دې لامل شول چې ایران د جنګ پای ته له رسېدو وروسته د پخوا په پرتله په لا پیاوړي دریځ کې شي.
-
طالبان په کابل کې د پاکستان د سفارت په بندولو غور کوي
Jul 01, 2026 07:34د طالبانو ویاند ویلي چې د پاکستان د پوځ د بریدونو د دوام په صورت کې، په کابل کې د پاکستان د سفارت تړل د دوی له احتمالي انتخابونو څخه دی.
-
قالیباف: د ۱۴ بندونو لپاره د مذاکراتو موده مو ۶۰ ورځې اټکل کړې ده
Jul 01, 2026 07:24د ایران د پارلیمان مشر او له امریکې سره په مذاکراتو کښې د ایراني پلاوي مشر محمدباقر قالیباف ویلي چي د ۱۴ بندونو لپاره د مذاکراتو موده یې ۶۰ ورځې اټکل کړې ده او زیاته یې کړه چې البته دغه موده د طرفینو په موافقې سره د تمدید وړ ده.
-
د پاکستان اهل سنت عالم: اسلامي نړۍ د انقلاب د شهید رهبر د سرشیندنو پامته داره ده
Jul 01, 2026 06:00پارس ټوډی- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه به په افغانۍ او ریال واړول شي
Jul 01, 2026 05:17د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، محمود سیادت، ویلي چې د بانکي ستونزو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا له خنډونو سره مخامخ ده، خو د یوه رسمي بانکي او مالي پلاتفورم په جوړېدو سره به دوهاړخیزه سوداګري اسانه او د درېیمو هېوادونو پر اسعارو تکیه کمه شي.