-
نینوا، د شهید سلیمانی او المهندس په انځورونو سینګاره شوه
Dec 31, 2022 08:26د عراق په نینوا ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید حاج قاسم سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال حاج ابومهدی المهندس د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټول ښار کې د دغو شهیدانو انځورونه لګول شوي دي.
-
په عراق کې د داعش په وړاندې کامیابی باید د بهرني ځواکونو په وتلو سره بشپړه شي
Dec 31, 2022 08:24په عراق کې د عصائب اهل الحق د غورځنګ سرمنشي د دښمن له لورې د مقاومت د محور د شخصیتونو ټرورولو ته په اشارې سره، وویل: مونږ په داعش برلاسه شوي یو، دغه بریا باید له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره بشپړه شي.
-
د ذوالفقار۱۴۰۱ ګډې مانورې کې د ټانکونو پيچلي عملیات اجرا شول
Dec 30, 2022 10:15د وَچې او اوبو په سطح د بیچینګ عملیاتو نوښت،په تیرو وختونو کې له ایرانیانو سره اړه لري او نورو هیوادونو دغه عملیات له ایرانیانو زده کړي چې په درستې نړۍ کې د ورځې له ماډرنو تجهیزاتو څخه په استفادې سره ترسره کیږي.
-
په کورمې کې د طالبانو او پوځيانو په نښتې کې درې پوځیان دوه ترهه ګر ووژل شول
Dec 30, 2022 09:04په وژل شوو پوځیانو کې د خیرپور اوسیدونکی صوبیدار شجاع محمد، د خضدار اوسیندونکی نایب صوبیدار محمد رمضان او د سکهر اوسیدونکی سپاهي عبدالرّحمان شامل دي او دغه راز یو شمیر پوځيان ټپیان شوي
-
امریکاهماغه راز له ایرانه د ویرولو کرغیړنو کارونو ته دوام ورکوي
Dec 30, 2022 08:45د ایران د سوله ایزو ایټمی پرواګرام په زمینې کې په دغه قانون کې د دروغجنو تورونو تکراریدا په داسې شرائطو کې مطرح کیږی چې د امریکا حکومت له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه په یواړخیز ډول وتلو سره ، د نړیوالو قوانینو او ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ا و ایران په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې له خپلو بشپړ حقوقو څخه له نه برخمنیدا سره سره،په نوښتونو اوډيپلوماټيک نرمښت سره ددغو چارو له ساتنې سره مرسته کړې ده .
-
طالبان دې د ښځو پر کاري فعالیتون بندیزونه سملاسي لیرې کړي
Dec 30, 2022 08:26ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.
-
د لیندۍد ۹ نیټې حماسې د ایران ملت ته آرامښت بیرته راوګرځوۀ
Dec 30, 2022 12:28نن د جمعې ورځ د دسمبر دیرشمه نیټه د ۱۳۸۸لمریزکال د لیندۍ د میاشتې په میلیوني لاریون کې د ایران د ولایتمدار او حماسه جوړونکي ولس دعاشورائي شتون له کلیزې سره برابره ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولس په ویاړونو کې یوه ترټولو زرینه پاڼه او د اسلامی انقلاب په تاریخ کې یو مهم ټکی حسابیږي.
-
په پاکستان کې له ترهه ګرو سره جدی مبارزې او مقابلې ته کلک هوډلرو
Dec 29, 2022 09:21د پاکستان د پوځ دکورکمانډرانو په ناستې کې ګډون کونکو کمانډرانود پوځ دتشکیلاتوي او تخصصي چارو په ارزونې سره،د ولسی غوښتون په اساس د ترهه ګرو په ضد د جدي مقابلې لپاره پرخپل هوډ یوځل بیا ټينګار وکړ.
-
د بحرین ولس د شیخ علی سلمان دخوشي کیدا لپاره مظاهروته مخه کړه
Dec 29, 2022 09:04د بحرین آل خلیفه رژيم د دغه هیواد د اسلامی ملی غورځنګ عمومی منشي شیخ علی سلمان د قطر لپاره د جاسوسۍ په تورونو اته کاله په زندان محکوم کړی، چې د هغه ددغه بند دنیټې په ختمیدا سره آل خلیفه رژيم نیّت لري هغه بیا هم په زندان کې وساتي چې دغې چارې د بحرین د ولس غوسه یوځل بیا راپارولې ده.
-
د سیمې امنیت دې د سیمې د هیوادونو په ګډون سره وساتل شي
Dec 29, 2022 08:39د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت دفارس خلیج د برخې عمومی مدیر ددې خبرې په کولو سره چې ایران او عمان ډير ګډ سیاسی نظرونه لري،ټینګار وکړ، دسیمې امنیت باید د سیمې د هیوادونو په مشارکت او ګډون سره ترسره شي.