طالبان دې د ښځو پر کاري فعالیتون بندیزونه سملاسي لیرې کړي
ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.
ایرناخبری آژانس رپور ورکړ، د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د بشری مرستو غږملونکي رامیز الاکبروف بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د انسان د وستۍ په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس به په راتلونکو شپو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو پر کاری فعالیتونو باندې د بندیز په اړه له طالب چارواکو سره د خبرواترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
اکبروف وويل،د طالبانو دغې پرېکړې چې په داخلي او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو کار منع کوي، له وړاندې اغېزې کړې دي، ځکه له دغه بندیز سره باید مشخص فعالیتونه ودرول شي. زموږ کابو ۷۰ فیصده پروګرامونه د ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو په مشارکت عملي کېږي.
هغه دغه راز زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.
د طالبانو اقتصاد وزارت په همداوروستیو کې وئیلي دي،ښځې تر بل امر پورې په داخلي او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د کار اجازت نه لري.
د دې کار علت په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت ښوول شوی دی.
د طالبانو تر دغه اعلان وروسته په افغانستان کې ځینو بهرنیو ادارو له دې ډلې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف د چلډرن، پاملرنې موسسې، د ناروې د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیوالې کمېټې خپل فعالیتونه وځنډول.