نینوا، د شهید سلیمانی او المهندس په انځورونو سینګاره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125536-نینوا_د_شهید_سلیمانی_او_المهندس_په_انځورونو_سینګاره_شوه
د عراق په نینوا ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید حاج قاسم سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال حاج ابومهدی المهندس د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټول ښار کې د دغو شهیدانو انځورونه لګول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • نینوا، د شهید سلیمانی او المهندس په انځورونو سینګاره شوه

د عراق په نینوا ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید حاج قاسم سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال حاج ابومهدی المهندس د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټول ښار کې د دغو شهیدانو انځورونه لګول شوي دي.

د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي د مرستیال ابومهدی المهندس سره، یو ځای د امریکې د هوایي ځواکونو له لورې په نښه شو او په شهادت ورسېدل.

د دغو معززو شهیدانو د ټرور له کلیزې سره سم، ټول عراق کې د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس انځورونه لګول شوي او د نینوا په ولایت کې د سیدالشهدا علیه السلام فرهنګي مرکز یوه پرتمینه غونډه تر سره شوه.

یاده غونډه کې په اربیل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګری مشر، د نینوا لپاره د حشد شعبي د سازمان قومندان،پارلماني استازو،  قومي مشرانو او مخکښ عراقي شخصیتونو برخه اخیستي وه.

عراقي شخصیتونو په یاده غونډه کې په عراق کې د داعش د ترهګرې ډلې په له مینځه وړلو کې د سردار قاسم سلیماني د مهم رول ستاینه وکړه او له خپل هیواده د امریکي د نیواکګرو ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.