-
د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په فارس خلیج کې په قاچاقو بار کښتۍ نیولې
Apr 09, 2022 09:27د هرمزګان د ولایت لوی څارنوال اعلان و کړ چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په فارس خلیج کې په قاچاقې تیلو بار یوه بهرنۍ کښتۍ نیولې ده.
-
چین د امریکې له خوا د بندیانو د شکنجې غندنه وکړه
Apr 09, 2022 07:45په دې وروستیو کې ځینې اشوا شوي راپورونه ښیي چي په افغانستان کې د امریکایانو په یوه اډه کې د سي آی اې نوي ګمارل شوي ماموران د یو افغان بندي په شکنجه کولو سره روزنه تر لاسه کول.
-
په پاکستان کې د لښکر طیبې د ترهګري ډلي مشر په بند محکوم شو
Apr 09, 2022 07:40د پاکستان یوه محکمه د لشکر طیبې د ترهګري ډلې مشر او بنسټګر د ترهګرو د مالې ملاتړ د امله په ۳۱ کاله بند محکوم کړی دی.
-
جاپان ۸ روسي سفارتکار له هېواده اوېستل
Apr 08, 2022 13:26د جاپان حکومت د يوکرائن په خلاف د روسيې د عملياتو د دوام په ردعمل کښې اته روسي سفارتکار له هېواده اوېستل.
-
د رضوي پاک حرم زائرينو له شهيد ديني عالم سره الوداعي او د جنازې مراسم ترسره کړل
Apr 08, 2022 13:21په مشهد کښې د حضرت امام رضا (ع) په حرم کښې د ترهه ګريزې پېښې له دويم شهيد حجت الاسلام محمد صادق دارائي سره الوداعي او د جنازې مراسم ترسره شول.
-
عمران خان د پاکستان د سترې محکمې په فېصله ردعمل وښودۀ
Apr 08, 2022 13:06سرچينو د پاکستان د وزيراعظم د يو ټوئيټ په نقل سره د کابينې او خپل ګوند د پارلېماني غونډې د رابللو خبر ورکړے ؤ.
-
امریکې د افغانستان د نشه يي توکو په برخه کښې ډېر بد رول ادا کوۀ
Apr 08, 2022 12:50د افغانستان د طالبانو لنډمهالي حکومت څو ورځې مخکې په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو په کر او استعمال بنديزونه ولګول او هوډ يې ښودلی، چې د ډول ډول نشه يي موادو د تولید، استعمال او پېر او پلور مخه ونیسي.
-
اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
Apr 08, 2022 11:02د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
-
پاکستان له ايران سره د مال تبادلې د تجارت قانون اعلان کړ
Apr 08, 2022 10:18د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اړخيزه تجارت د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د مال تبادلې د لارې چارې د عملي کېدو قانون اعلان کړ.
-
د پاکستان ستره محکمه او د پارلېمان د فعاليت د دوام فېصله
Apr 08, 2022 09:44د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډاکټر عارف علوي لخوا د پارلېمان د ړنګولو د حکم د باطلېدو فېصله ورکړه. له دې وروسته چې د پاکستان د پارلېمان نائب مشر قاسم خان سوري د عمران خان په خالف د مخالفينو د عدم اعتماد تحريک په دې وجه چې پکښې يې بهرني مداخلتونه بلل دغه تحريک د پارلېمان له کاره خارج کړ او ولسمشر د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه پارلېمان ړنګ کړ.