کاظم صديقي:
اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
د اېرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام کاظم صديقي د تهران په پوهنتون کښې د دې هفتې د جمعې د عبادي او سياسي نمانځه په خطبو کښې د اېټمي ټېکنالوجۍ ملي ورځې ته په اشارې سره وويل: اېټمي انرجي، په طبي، درمليز او د اوبو خوږولو په برخو کښې د نړۍ د نننيو ضرورتونو برخه ده.
هغه زياته کړه، د ايران ملت دغه صنعت ته ضرورت لري، نو ځکه د دغه صنعت لرل يې شرعي او قانوني حق دے.
د تهران د جُمعې موقته امام په دوام کښې وويل،د برجام د اېټمي خبرو اترو د دوام په مسئله کښې په مقابلو لورو باندې په نه اعتماد او د ضروري ضمانتونو اخېستلو او عملي راستي آزمائنې د معمظم رهبر تاکيد دے.
کاظم صديقي واضحه کړه، حکومت کوشش کوي چې په بشپړه توګه د بنديزونو او بائيکاټو د ختمولو په لار کښې حرکت وکړي.
د تهران د جمعې د نمانځه خطيب د مشهد د پېښې په اړه هم وويل: دغو دوو قدرمنو ديني عالمانو د خداے پاک په مياشت او د الهي مېلمستيا په دسترخوان د حضرت امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د شهادت ښکلې جامې په تن کړې چې دغه شهادت الهي کرامت، عزت او جلال دے.