-
یوازې په فاریاب کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې درې تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي
Jul 04, 2023 09:46د افغانستان په فاریاب ولایت کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۳ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
-
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام به د نندارې لپاره افغانستان ته ولیږدول شي
Jul 04, 2023 09:39د کرېکټ نړیوالې شورا تایید کړې چې دغه کپ به د روان کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته انتقال شي او د افغانستان په څو مهمو ښارونو کې به نندارې ته وړاندې شي.
-
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي
Jul 04, 2023 07:31د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو پر يو لړ سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې کړي.
-
په ادارو کښې دې د انګریزۍ پر ځاې پښتو کلمات وکارول شي
Jul 04, 2023 04:15د افغانستان د طالبانو مشر د دغه هیواد په اداراتو کښې د انګریزي کلماتو پر ځاې د پښتو الفاظو د کارولو غوښتنه وکړه
-
افغانستان کښې د کوکنارو تولید ډیر کم شوی دی
Jul 04, 2023 04:11د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.
-
د طالبانو رئیس الوزراء د تېر حکومت له یو شمېر جنرالانو او د پوځ له قوماندانانو سره لیدنه کړې، نور جزئیات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 11:08د طالبانو د ریاستالوزراء سرپرست مولوي عبدالکبیر د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو او د قول اردو له قومندانانو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې پخوانيو پوځيانو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نهشته.
-
ننګرهار کې د زړو افغاني بانکنوټونو شتون اوس هم د پلورونکو او پېرېدونکو تر منځ د شخړو او سرخوږي لامل دی، په دې اړه زموږ د همکار راپور ته غوږ شئ
Jul 03, 2023 07:45چارواکي وایي، ځينې بانکنوټونه چې تازه چاپ او بانګ ته رسېدلي، بازار ته د وړا ندې کولو پروسه یې پیل شوې، چې ورسره به داستونزه هواره شي.
-
ننګرهار کې زرګونو کسانو د اختر په ورځو کې د دې ولایت له لرې پرتو تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 03, 2023 07:34چارواکي وايي چې په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغو سیمو د لیدو زمینه برابره کړې ده.
-
د افغانستان د ارشاد, حج او اوقافو وزارت سرپرست د ترکيې هېواد د دينې چارو له مشر سره وليدل
Jul 03, 2023 13:34زموږ د خبریال د راپور له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث ډاکتر مولوي نور محمد ثاقب، په يوې غونډې کې چې د مکې مکرمې په ښار کې جوړه شوې وه، د ترکيې هېواد د دينې چارو مشر ډاکتر علي ارباش سره وليدل.
-
د نړۍ د امنیت ترټولو لوي ګواښ دامریکا په داخل کې دی
Jul 03, 2023 02:52دمګړئ په امریکا کې داخلی ګواښ له بهرنیو ګواښونو لا زیات دی .متحده ایالات ددې په ځاي چې په ناکرارې نړۍ کې د اعتماد وړ تکیې ځاي شي، دبې ثباتۍ په یوې سرچینې بدل شوي دي او دلته ولسوواکي لړزانه ده .