مقاومت به بندیزونو ته تسلیم نه شي
Jul 24, 2023 02:09 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي وويل: له پردیو څخه واک اخیستل د ولسمشرۍ د حل لاره سخته او د هغه د پلي کېدو مخه نیسي او د دوی لپاره هېڅ ګټه نه لري، مقاومت به بندیزونو ته تسلیم نه شي.
د العهد خبري آژانس د خبر له مخې، شیخ نبیل قاووق د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې لبنان د مقابل او خنډ جوړوونکې ډلې د ننګونې او مقابلې بیه ورکوي او هماغه کسان دي چې دغه هېواد یې له دې کړکېچ سره مخ او د ولسمشرۍ ټاکل یې هغه بهیر ته داخل کړي چې نه پوهېږو کله به رڼايي ته ورسېږو.
قووق زیاته کړه، کله چې دوی ناکام شول او په خپلو غلطو اقداماتو پوه شول، د جبران لپاره یې له بهر څخه واک وغوښت او نن هم په دې هڅه کې دي، چې پر موږ نړیوالې پرېکړې او بندیزونو ولګوي، ځکه موږ هغه کسان نه یو چې فشارونو او بندیزونو ته تسلیم شو.
ټیګونه