-
په چین کې چاودنه لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
Jun 22, 2023 10:05په چین کې په یوه رسټورانت کې د چاودنې د امله ۳۱ کسان وژل شوي دي.
-
پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jun 21, 2023 04:07د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېټې مشر، په ګډ سرحد کې د تهران او اسلام آباد د مشرانو د وروستۍ غونډې پر ارزښت په ټینګار سره ویلي: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ټینګول د پاکستان د امنیت او د انرژۍ د ګټو ضمانت کوي.
-
افغانستان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ګاونډیانو پر ضد عمل وکړي
Jun 20, 2023 12:15د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې طالبان به هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې پرخلاف عملیات ترسره کړي.
-
د انقلاب له معظم رهبر سره د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو لیدنه
Jun 21, 2023 01:39د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو یوه ډله چې پرون (سه شنبه) د ذې الحجې له لومړۍ نېټې سره چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، امام خمیني (ره) په حسینیه کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.
-
له هلمند څخه د ایران د اوبو قانوني حق تراوسه نه دی ورکړل شوی
Jun 20, 2023 08:54د ایران د انرژۍ وزیر وویل: تر اوسه پورې د هلمند د تړون پر اساس د ایران د اوبو قانوني حق د افغانستان له لوري نه دی ورکړل شوی.
-
د ښځینه کارمندانو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
Jun 20, 2023 13:10د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) اجرایوي مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سیکاو افغانستان ته د پنځه ورځني سفر په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره د ښځینه کارکوونکو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
اقتصادي بندیزونو د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې
Jun 20, 2023 12:56د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف پرون ناوخت په کابل کې د جاپان هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې نړیوالو بندیزونو د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او په هېواد کې د پانګونې مخه نیولې ده.
-
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو پراخ برید ۱.۲ میلیونه ټنه غنم له منځه وړي
Jun 20, 2023 12:49د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د پراخ برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې ملخان د ۴۸۰ میلیونو ډالرو په لګښت ۱،۲ میلیونه ټنه غنم، چې د دغه هېواد د کلني حاصلاتو نږدې څلورمه برخه ده، له منځه وړي.
-
لوېدیځ ته غیر قانوني کډوالي د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله ده
Jun 20, 2023 11:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مدیترانې په اوبو کې د سلګونو کډوالو د یوې کشتۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ټینګار وکړ، لوېدیځ ته د غیر قانوني کډوالۍ رېښه د امریکا او اروپا په غلطو سیاستونو کې ده.
-
د افغانستان له خلکو سره مرسته؛ د ملګرو ملتونو د استازي او کاظمي قمي د خبرو محور
Jun 20, 2023 10:58په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په کابل کې لیدنه او خبرې وکړې.