-
عربستان باندې د یمن ترکیبي بریدونه روان دي
Jul 25, 2026 10:37پارس ټوډی- په الحدیده بندر باندې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کښې د سیمې رسنیو په عربستان باندې د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندوي او ډرون حملو خبر ورکړی دی.
-
بدخشان ته د پاکستان له خاورې د وسلهوالو د واریدیدا هڅه شنډه شوه
Jul 25, 2026 05:50د افغانستان د طالبانو حکومت د سرحدی مسئولانو د اعلان په اساس، د افغانستان سرحدي ځواکونو د پاکستان له خاورې بدخشان ولایت ته د وسلهوالو د واریدیدا هڅه شنډه کړې ده.
-
د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان د اوسني حکومت قانوني حق دی
Jul 24, 2026 14:38د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په دې په ټینګار سره چې په ملګرو ملتو وکۍ څوکئ ترلاسه کول د افغانستان د اوسني واکمن حکومت قانوني حق دی ویلي دي، د دغه وضعیت دوام د افغانستان د خلکو پر وړاندې بېانصافي ده.
-
د نورستان په سېلابونو کې د وژل شویو شمېر په زیاتېدو دی
Jul 21, 2026 16:28د افغانستان په نورستان ولایت کې د موسمي بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. ځینې ځايی سرچینې وايي چې د مړو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.
-
د سپاه په حملو کښې د امریکې یوشمیر ترهګر پوځیان هلاک شوي دي
Jul 21, 2026 16:17د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې خبرتیا کښې د اردن په الرُکبان سیمه کښې د یوشمیر امریکايي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
-
تبصره: د سعودي عربستان خلاف د یمن سمندري محاصره؛ لاملونه او پایلې
Jul 21, 2026 16:05پارس ټوډی - د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند د محاصرې پر وړاندې د محاصرې د معادلې پر بنسټ د سعودي عربستان د سمندري محاصرې او په کشتیو یې د بندیز اعلان کړ.
-
عربستان ته د یمن خبرداری: د سختې سزا په تمه ووسئ
Jul 21, 2026 14:40پارس ټوډی- د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې که د یمن له محاصرې لاس وانه خلي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.
-
باقري کني: هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک د ټاکلو لامل دی
Jul 21, 2026 13:08پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال مشر، هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک ټاکونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې امریکا په جنګ کښې له ماتې سره سره، په دغه تنګي د ولکې په تکل کښې ده خو د ایران وسله وال ځواکونه به پرې نږدي چې دغه هدف یې پوره شي.
-
سردار قاآني د حماس د سیاسي دفتر د مشر د غوره کیدو مبارکي ورکړه/ د مقاومت ډلو هم د خلیل الحیه د غوره کیدو هرکلی کړی
Jul 21, 2026 12:50پارس ټوډی- د اسلاممي انقلاب د سپاه پاسدار د قدس ځواک قومندان په یو پیغام کمښې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه د خلیل الحیه د غوره کیدو مبارکي ویلې ده.
-
د ایران د سپاه پاسداران او پوځ په عملیاتو کښې د امریکې راډارونه او دفاعي سیسټمونه تس نس شول
Jul 21, 2026 12:19پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپاه هوايي ځواک د نصر۲ عملیاتو په ۲۴مه څپه کښې، د بحرین په المحرق کښې یو امریکايي راډار په بشپړه توګه ویجاړ کړ او له عملیاتي مداره یې وایسته او همداشان یې د بحرین په الرفاع کښې د پاټریوټ په نامه د امریکې د هوايي دفاع سیسټم، په یو وخت په ډرونز او توغندویو سره په نښه کړ او له مینځه یې یووړ.