-
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
-
د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وشو
Jul 13, 2023 08:32د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وايي، چې د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې په ايران هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په ليدنه کې کړي. نور جزئیات په زموږ د خبریال فضل غني په راپور کې واورئ.
-
له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو
Jul 13, 2023 07:48دغه تفاهم ليک د چهارشنبي په ورځ هرات ولایت کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي او ایراني هیئت ترمنځ لاسلیک شو. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واوئ.
-
فاطمةالزهرا(س)د قرآنی بیلګه میرمنو د ټولوغوره صفوتونو هینداره
Jul 13, 2023 12:02د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د میرمنې د رول په باب د ریحانه نومې لړۍ له نننی پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د حضرت فاطمةالزهرا مقدس وجودته به اشاره وکړو ،چې ترټولو غوره قرآني میرمن، د اسلام په تاریخ کې ترټولو بیلګه میرمن او د عالمینو د میرمنو «سَیِّدَةَ نِسَاءِ الْعَالَمِینَ» بی بی ده . حضرت فاطمةالزهرسلام ا... علیها هغه ټوله ځانګړنې لري چې خداوندمتعال د یوې بیلګه میرمنې لپاره معرفي کړي دی.دغه بزرګواره بي بي دغه ټول خصوصیات په یوځای لري او په
-
ایران د خپلې ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په سر چا سره تعارف نه کوي
Jul 13, 2023 02:32د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسیې او د فارس خلیج د هیوادونو تر مینځ د استراتیژیکو خبرو اترو وروستۍ اعلامیې او د ایران د درې ګونې ټاپو وزمو په هکله د ادعا مطرحولو ته په غبرګون کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په سر جدي چلند کوي او چا سره تعارف نه کوي.
-
ایران او چین په مختلفو ډګرونو کې خپلې همکارۍ پراخوي
Jul 13, 2023 02:26په چین کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره، په ملاقات کې وویل: تهران د دواړو هیوادونو د مشرتابه و تر مینځ د اجماع په موخه بیجینګ سره خپلې اړیکې پراخوي.
-
ډیورند یوه فرضي کرښه ده نه رسمې سرحد
Jul 13, 2023 02:24په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چي ډیورند پاکستان سره رسمي سرحد نه بلکې یوه فرضي کرښه ده.
-
ایران او کنیا د همکاریو لپاره زیاتو ظرفیتونو څخه برخمن دي
Jul 12, 2023 14:05د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي ایران او کنیا د همکاریو له زیاتو ظرفیتونو برخمن دي، وویل: د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لس چنده کېدل مو ټاکلی هدف دی.
-
کویټ کې د قران شریف د سپکاوی کوونکو د هیوادونو د محصولاتو ممنوعیت
Jul 12, 2023 14:02د کویټ پارلمان د سوېډن په شمول د هغو هیوادونو په محصولاتو بندیز ولګول چي د قرآن شریف سپکاوی کړي دي.
-
د روسیې سفیر د ایران د خارجه وزارت له لورې احضار شو
Jul 12, 2023 13:15د روسیې او د فارس خلیج د همکاریو د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په وروستۍ بیانیه کې په نړیواله محکمه کې د ایران د بوموسی، کوچنی تنب او لوی تنب ټاپوګانو باندې د امارات د دعوا له څېړلو ملاتړ شو دی.