-
د پاکستان پولیسو د سړکونو د بندوونکو کانټینرونو دغونډولو امر وکړ
Oct 14, 2026 06:27د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبې کې د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، پر سړکونو د کېښودل شویو کانټینرونو د غونډولو امر صادر کړ.
-
د پاکستان په خیبرپختونخواه کې یو لوړپوړی چارواکی ووژل شو
Oct 11, 2026 14:48د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ډزو په یوه برید کې د دغه هېواد د ټاکنو کمیشن عمومی مدیر شمشاد اختر د وژل کېدو خبر ورکړ.
-
د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر په سپارښتنه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ
Oct 11, 2026 14:03د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې کړې اعلامیې کې راغلي چې د پاکستان ولسمشر په خیبر پښتونخوا کې د اساسي قانون د ۲۳۲ مادې له مخې د بېړني حالت د نافذولو پرېکړه کړې ده. اعلامیه زیاتوي چې په دغې صوبې کې د ترهګریزو پېښو د زیاتېدو او د امنیتي وضعیت د جدي خرابوالي له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی.
-
ګوتریش په پاکستان کې څو اړخیزتوب او سیمهییز امنیت ارزوي
Oct 05, 2026 14:12د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش په پام کې لري چې په تېرو شپږو کلونو کې د دریم ځل لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړي. پاکستان چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، دغه سفر د څو اړخیزتوب او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو یوه برخه بولي.
-
د افغانستان او پاکستان بدلونونه ؛په تیرې اونۍ کې
Oct 04, 2026 12:31د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په دغه ننني مطلب کې به په سر کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو او بیا به هم راوبولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته نو ترپایه راسره ملتیا و کړئ.
-
د پاکستان په ټانک کې په ترهګرو برید کې بیا د یوشمیر پولیسو وینه وبهول شوه
Sep 28, 2026 15:23زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په ټانک کې ترهګرو د پولیسو پر یوه ګاډي برید کړی، چې له امله ئې د ټرافیکو درې پولیس وژل شوي او دوه لارویان هم ټپیان شوي دي.
-
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي
Sep 28, 2026 14:39د ستمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په همدې مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی دی.
-
هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
Sep 28, 2026 12:53په افغانستان کې د هندي سفارت سرپرست د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې څخه د خپل ملاتړ پر دوام او د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د اړینو طبي تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
-
پاکستان د پخواني افغان امنیتي ځواک او داعشي غړو د جذب ادعاګانې ردکړې
Sep 28, 2026 12:16پاکستان د افغانستان د نورستان د نښتو او له داعش څخه د ملاتړ په اړه د کابل ادعاګانې بېاساسه بللې او په زغرده ئې رد کړي دي.
-
د انګلستان ۱۰ کارګري اتحادیو له لندنه وغوښتل ،له سعودي عربستان سره دې پوځي ملګرتیاوې غوڅې کړي
Sep 27, 2026 07:32د انګلستان د ۱۰ کارګرانو د اتحادیو عمومي منشیانو د کارګر ګوند د کلني کنفرانس په درشل کې، د یمن له انصارا... سره د سعودي عربستان پر وړاندې د لندن د پوځي ملاتړ په اړه د انډي برنهم د حکومت پر پرېکړې نیوکه وکړه او د دواړو هېوادونو د پوځي ملګرتیاو د درولو غوښتنه یې وکړه.