-
پزشکیان: د رهبر سره په لیدنه کې اووه ساعته پر ځمکه ناست وو
Sep 26, 2026 13:43د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د اسلامي انقلاب د رهبر سره یې پرلپسې د اووه ساعتونو لیدنه ترسره کړې او هغه هېڅ ډول ټپ نه درلود.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Sep 26, 2026 11:29د ایران د دې اوونۍ په مهمو تحولاتو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا، له نړیوالو مشرانو سره د هغه لیدنې او د سیمې او ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځونه شامل دي.
-
د ایران او چین د نظر یووالی د رغنده همکاریو بنیاد دی
Sep 26, 2026 10:42پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د شخړې د کمولو او د سیمه ایز ثبات د ساتنې په لړ کښې د تهران او بیجنګ د نظر په یووالي ټینګار وکړ.
-
ایران له پاکستان سره د ملګرتیاو د ژورولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري
Sep 25, 2026 14:46پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او پاکستان ترمنځ ژورو تاریخي، کلتوري او عقیدتي اړیکو او مشترکاتو ته په اشارې سره په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د دوهاړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ژورَولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري.
-
په امریکايي رسنیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د پزشکیان د وینا پراخ انعکاس
Sep 24, 2026 11:07پارس ټوډی - امریکايي رسنیو، د نړۍ د نورو رسنیو په څېر، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا په پراخه کچه خپره کړې او د دې وینا بېلابېلې برخې، په ځانګړي ډول د ایران نه تسلیمېدل، یې د پام وړ بللي دي.
-
سردار محبي: پزشکیان د استکباري نظام په زړه کې د ایران د ملت د اقتدار پیغام بیا وړاندې کړ
Sep 24, 2026 09:28پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند وایي: زموږ ولسمشر د استکباري نظام په زړه کې د ایران د ملت د اقتدار پیغام بیا وړاندې کړ.
-
د ایران ولسمشر د نړۍ مشرانو او چارواکو ته د د مرستې په نوم کتاب ډالۍ کړ
Sep 24, 2026 09:22پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپلو بهرنیو سیالانو او د نورو هېوادونو له رسمي چارواکو سره په ټولو لیدنو کې د «د مرستې په نوم» تر سرلیک لاندې یو کتاب ډالۍ کړ چې د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا او اسرائیلي رژیم د جنایتونو اړوند مستند اسناد پکې راټول شوي دي.
-
د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نیویارک ته ورسید
Sep 23, 2026 03:33زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دوه اتیایمه غونډې کښې د ګډون او وینا کولو او د تهران د دریځونو د بیانولو او تشریحولو لپاره نیویارک ته رسیدلی.
-
پزشکیان نیویارک ته له تګ مخکې: په نړیوالو غونډو کې به په ځواک سره د ایران له دریځونو دفاع وکړو
Sep 22, 2026 11:33پارس ټوډی- د ایران ولسمشر نیویارک ته له تګ مخکې، د دغه سفر د موخو او پروګرامونو په تشریح کولو سره وویل: د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې حضور د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو د بیانولو، د سیمې د واقعیتونو د تشریح کولو او د ایران د ملت د غږ د نړۍ د عامه افکارو تر غوږونو رسولو لپاره یو فرصت دی.
-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.