-
ننګرهار او دایکندي کې سیند ته د لوېدو او ګاز نیونې پېښو کې ۸ تنه مړه شوي
Jan 26, 2026 08:58د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې سیند ته د لوېدو له امله ۴ ماشومان او دایکندي ولایت مرکز کې د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله هم څلور تنه مړه شوي دي دي.
-
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی
Jan 26, 2026 03:54د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن (دوشنبې) د واورې او باران د اورېدو وړاندوینه کړې ده.
-
د ملګرو ملتونو مرستیالې د طالبانو بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره لیدلي
Jan 25, 2026 10:21د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي او سولې چارو مرستیالې، چې پرون کابل ته تللې وه، د سرپرست حکومت د بهرنیو او او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون له یو شمېر چارواکو لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
د سالنګ لویه لاره په پنځمه ورځ هم د سختې واورې ورېدنې امله تړلې پاتې ده
Jan 25, 2026 09:14د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د سالنګ لویه لار د واورې د ډېر ضخامت او د واورې ښوېدنې له امله لا هم تړلې پاتې ده.
-
په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي
Jan 25, 2026 08:56د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
-
په افغانستان کې د واورو او ورښتونو د دوام له امله لسګونه کسان خپل ژوند بایللی
Jan 25, 2026 03:35په افغانستان کې د واورو او ورښتونو د وروستۍ څپې له کبله لږترلږه ۶۱ تنه مړه شوي او تر ۱۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
-
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 08:52اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
-
روسيې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jan 23, 2026 08:50په روسيې کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس له استازي الکساندر شکیراندو او د افغان–روسي سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي دي.
-
کندهار کې د کور د چت نړېدو پېښه کې ۶ ماشومانو ژوند بایللی
Jan 23, 2026 07:43د کندهار د ډنډ ولسوالۍ «کرز» سیمه کې د استوګنې د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومانو ژوند بایللی.
-
د درنې واورې د ورېدو له کبله لږترلږه ۱۴ تنه مړه شوي دي
Jan 23, 2026 02:00د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې پرون(پنجشنبې) د سخت باران او واورې د اورېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.