نورستان کی دوه سوه میرمنو ته دحرفوی زده کړو زمینه برابریږی
د نورستان والي ویاندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دملګرو ملتونو په مالي او تخنیکي مرسته د دې ولایت اړوند کانتیوا ولسوالۍ دوه سوه اړمنو مېرمنو ته د ګنډلو او په دې پورې اړوند برخوکې د حرفوي زد کړو زمینه برابریږي.
په خبر پاڼه کې راغلي ،چې دغو مېرمنو ته به دزده کړو په پای کې کاري وسایل هم ورکول شي ،چې پر مټ به یې دوې کار په بازار کې په کار کولو سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي.
دنورستان والي ویاندوې دفتر په خبر پاڼه کې راغلي چې دکانتیوا ولسوال مولوي محمد یوسف سیاف مرستندویه ادارۍ ته ددې اغیزناکې پروژې په ښه پلې کیدو کې د ولایتي ادارې په استازیوب دهمکارۍ ډاډ ورکړی .
هغه ویلي چې دا ډول پروژې چې دنورستان خلک ترې په تیرو دوه لسیزوکې لرې اوبې برخې پاتې شوي د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره خورا اغیزناکې دي.